پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د جمعیت علمای اسلام د روانو احتجاجونو په غبرګون کې ویلي چې صوبه د احتجاجي سیاست زغم نه لري او سیاسي ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي.
نوموړي د نومبر پر ۲۶مه په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې دی تازه د مولانا فضل الرحمن له خوا د احتجاجونو له اعلان څخه خبر شوی دی. کونډي د مولانا فضل الرحمن د جمهوري مبارزې یادونه وکړه او ویې ویل چې په تېرو وختونو کې یې د جمهوریت د بحالۍ لپاره د ایم ار ډي او اې ار ډي په تحریکونو کې ګډه مبارزه کړې ده.
د خېبر پښتونخوا ګورنر وویل چې په پنجاب کې د مولانا فضل الرحمن د تګ راتګ مخه نیول شوې او دی به د پنجاب له حکومت سره اړیکه ونیسي چې د دغه اقدام په علت ځان خبر کړي. نوموړي زیاته کړه چې هڅه به وکړي روانه ستونزه د مذاکراتو له لارې هواره شي، ځکه د ده په وینا، په سړکونو احتجاجونه کول د ستونزو حل نه دی.
د نومبر پر ۲۶مه د مولانا فضل الرحمن په غوښتنه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعیت علمای اسلام پلویانو احتجاجونه کړي دي. په پېښور او د نوښار په اکوړه خټک کې هم احتجاجونه شوي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې احتجاج کوونکو په یو شمېر سیمو کې قامي لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړلې دي.
مولانا فضل الرحمن ادعا کړې چې د پنجاب انتظامیې په سرګودها کې د ګوند د کنفرانس د مخنیوي لپاره لارې تړلې، د ګوند یو شمېر مشران او غړي یې نیولي او ځینې نور یې په کورونو کې نظربند کړي دي. نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي چې د دغو اقداماتو پر ضد سوله ییز احتجاجونه وکړي.
د مولانا فضل الرحمن د دغو ادعاوو په اړه د پنجاب حکومت تفصیلي دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.


شال نیوز