روم (شال نیوې) : د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کویټ کې د ډرون الوتکو د برید پر مهال دوه ایټالوي انجینران وژل شوي او د یوه پاکستانی په ګډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي. وزارت د نومبر پر ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شویو انجینرانو د جرمني د دفاعي سامانونو جوړولو له کمپنۍ «راین مېټال» سره کار کاوه.
د وزارت په وینا، دواړه انجینران په کویټ کې د هوايي دفاعي نظام د ترمیم او ساتنې په کار بوخت وو چې د ډرون الوتکو د برید پر مهال ووژل شول. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په کویټ کې د دوی سفارت له ځايي چارواکو سره په تماس کې دی.
بلخوا د کویټ پوځ ویلي چې ځواکونو یې د دغه هېواد په هوايي حدودو کې د څو ډرون الوتکو د نسکورولو لپاره کارروایي کړې ده. د پوځ په وینا، د ډرون الوتکو د ټوټو لوېدو له امله څلور کسان ژوبل شوي وو چې دوه ایټالویان، یو پاکستانی او یو کویټی وګړی پکې شامل وو. دواړو ایټالویانو وروسته ساه ورکړې ده.
د کویټ دفاع وزارت د پېښې له امله د مالي زیانونو پخلی هم کړی، خو د زیانونو د کچې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. په ورکړل شوي راپور کې دغه ډرون الوتکې د ایران بلل شوې دي، خو په دې اړه د ایران دریځ نه دی څرګند شوی.


شال نیوز