ملاکنډ (شال نیوز) : په پېښور کې د سایبر جرمونو د پلټنو قومي ادارې (اېن سي سي ای اې) ویلي چې د ملاکنډ په سخاکوټ کې یې له یوه کم عمره هلک سره د مبینه جنسي تېري او بلیک مېل کولو په تور دوه کسان نیولي دي.
د ادارې د ویاند په وینا، د اغېزمن شوي هلک پلار شکایت کړی و چې زوی یې له جنسي ځورونې او بلیک مېلنګ سره مخ دی. هلک په خپل بیان کې تور پورې کړی چې نیول شویو کسانو ورسره جنسي تېری کړی، ویډیو یې ترې جوړه کړې او د هغې د خپرولو په ګواښ یې ترې د پیسو او نورو جنسي عملونو غوښتنه کړې ده.
د سایبر جرمونو د پلټنو اداره وایي، د حیات اباد له جوډیشل مجسټرېټ څخه د تلاشۍ د وارنټ ترلاسه کولو وروسته یې په سخاکوټ کې عاطف او ظفر نومي دوه کسان نیولي دي. د ادارې د ویاند په خبره، د نیول شویو کسانو د موبایل ټیلیفونونو په لومړنۍ پلټنه کې د اغېزمن شوي هلک ویډیو ترلاسه شوې ده.
اداره زیاتوي چې د ظفر له موبایل ټیلیفون څخه د ماشومانو د جنسي استحصال اړوند نور مواد هم ترلاسه شوي دي. پر نوموړي دا تور هم پورې شوی چې د هلک ویډیو یې د واټس اېپ له لارې ترلاسه کړې او نورو کسانو ته یې لېږلې ده.
د سایبر جرمونو د پلټنو ادارې د پاکستان د الېکټرونیکي جرمونو د مخنیوي قانون او تعزیرات پاکستان د اړوندو مادو لاندې د ۸۹/۲۰۲۶ شمېرې مقدمه درج کړې ده. د ادارې په وینا، د نورو تورنو کسانو د نیولو لپاره هڅې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د نیول شویو کسانو دریځ لا نه دی څرګند شوی.


ندیم مشواني