ډېره اسمعیل خان (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي وايي، د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان د نیول کېدو په اړه معلومات نه لري او په دې تړاو باید د پنجاب له حکومته پوښتنه وشي.

 

نوموړي په ډېره اسماعیل خان کې د چشمې مېلمستون کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، مولانا فضل الرحمان دا مهال په پنجاب کې دی او له همدې امله د هغه د نیول کېدو په اړه به د پنجاب حکومت ډېر معلومات ولري.

 

کونډي د مولانا فضل الرحمان د نیول کېدو د خبر په اړه د خپل معلوماتو د نشتوالي یادونه کړې او په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د مولانا فضل الرحمن د نیول کېدو د راپورونو او د هغه پر کور د پولیسو د چاپې په تړاو د پاکستان د سیاسي ګوندونو ترمنځ غبرګونونه راپورته شوي دي.