کابل : (شال نیوز) : د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د شنبې ورځې په چاودنه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یوه قوماندان ملا ندیم په ګډون د دغې ډلې ۱۳ غړي او ۱۰ زده کوونکي وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ماشومان ټپیان شوي دي.
متحدې جبهې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د اندرسېر لېسې ته څېرمه چاودنه د ټي ټي پي د چاودېدونکو موادو په یوه مرکز کې شوې ده.دغې جبهې افغان طالبان تورن کړي چې د پاکستاني طالبانو په ګډون یې یو شمېر وسله والو ډلو ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت زمینه برابره کړې او د دغو ډلو فعالیتونو د ولسي وګړو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
متحدې جبهې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د خپلواکو پلټنو او عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده. بلخوا، د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار هم پر خپله اېکس پاڼه ادعا کړې چې چاودنه د ټي ټي پي د چاودېدونکو موادو په یوه مرکز کې شوې ده.
نوموړي ویلي چې چاودنې د ښوونځي ودانۍ او د سیمې یو شمېر کورونو ته هم زیان رسولی دی. د کونړ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې اووه زده کوونکي وژل شوي او ۹۷ کسان ټپیان شوي دي. د متحدې جبهې او حبیب الرحمن حکمتیار د ادعاوو خپلواک تصدیق لا نه دی شوی او په چاودنه کې د ټي ټي پي د غړو د وژل کېدو په اړه هم کره معلومات نشته.


شال نیوز