ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې د چشمې رائټ بېنک کېنال (سي ار بي سي) په بحالېدو سره د سیمې د کروندګرو یوه پخوانۍ ستونزه هواره شوې ده.
نوموړي د شنبې په ورځ په چشمه رېسټ هاوس کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دامان سیمې د کروندګرو روزګار د دغه نهر له اوبو سره تړلی دی. ګورنر اعلان وکړ چې د هغو میاشتو ټېکس به ختم کړل شي چې د نهر اوبه پکې بندې وې او د نهر ماتېدو له امله اغېزمنو کلیو ته به هم حکومتي پیکج ورکړل شي.
کونډي وویل چې ټېکدار له ټاکلې مودې وړاندې د نهر د بحالۍ کار بشپړ کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د چشمې لفټ کېنال منصوبې ټېنډر به د ګل په ورځ د لاهور په واپډا هاوس کې پرانیستل شي او د یوې میاشتې دننه به د منصوبې د بنیاد تیږه کېښودل شي.
د ګورنر په وینا، د دغې منصوبې په بشپړېدو سره به په سیمه کې کرنیز پیداوار زیات شي او د غنمو د کمښت ستونزې په هوارولو کې به مرسته وکړي. فیصل کریم کونډي وویل چې د چین او پاکستان پر اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) به د پنیالې انټرچېنج هم ډېر ژر پرانیستل شي.
هغه په ډېره اسماعیل خان کې د برېښنايي بسونو چلولو او د سترګو د روغتون د ژر پرانیستلو اعلان هم وکړ. ګورنر د امن او امان په اړه وویل چې امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ګڼې قربانۍ ورکړې دي او د ترهګرۍ ختمول د حکومت لومړیتوب دی.
نوموړي پر صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې تر دې وړاندې یې د ترهګرۍ ستونزې ته په سمه توګه پام نه کاوه. کنډي وویل چې د ډاکټرانو په تنخواګانو او د وژل شویو پولیسو د کورنیو په امدادي پیکج کې به اضافه وشي او د پولیسو تنخواګانې به د نورو صوبو د پولیسو له تنخواګانو سره د برابرولو لپاره ګامونه پورته کړل شي.
د هغه په وینا، پولیسو ته د سولر نظام لګولو لپاره یو نیم ارب روپۍ ورکړل شوې دي او د سېف سيټي منصوبه به هم ژر بشپړه شي. د مولانا فضل الرحمان د نیول کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ګورنر وویل چې په دې اړه معلومات نه لري او د پنجاب حکومت به په دې اړه زیات معلومات لري.
د نویو صوبو د جوړولو په اړه کنډي وویل چې په دې لړ کې د پرېکړې اختیار له پارلېمان سره دی. نوموړي وویل چې په جمهوري نظام کې هر سیاسي ګوند د سوله ییز احتجاج حق لري، خو که څوک سرکاري املاکو ته زیان ورسوي یا سړکونه بند کړي، نو پر ضد یې قانوني کارروایي کېدای شي.


شال نیوز