کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د فشار په سیاست کې ناکام شوی او اسلام اباد باید له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره پر خپلو پالیسیو بیا غور وکړي.

 

متقي د جمعې په شپه له اریانا ټېلېوېژن سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو اختلافاتو، نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو او سیمه ییز امنیت خبرې کړې دي. نوموړي ویلي چې د افغانستان تاریخ ښودلې ده چې هېڅ هېواد د زور او فشار له لارې پر افغانانو خپلې غوښتنې نه دي منلې.

 

متقي زیاته کړې چې پاکستان باید د هغو هېوادونو ناکامې پالیسۍ تکرار نه کړي چې په تېرو وختونو کې یې د زور له لارې پر افغانستان د خپلو غوښتنو د منلو هڅې کړې دي. د هغه په وینا، افغانانو د خپلې خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي، خو د فشار پر وړاندې یې سر نه دی ټیټ کړی.

 

له پاکستان سره خبرې اترې

 

متقي ویلي چې کابل له اسلام اباد سره د خبرو اترو دروازه نه ده تړلې او د طالبانو حکومت غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان اختلافات د خبرو له لارې حل شي.

 

نوموړي ادعا کړې چې له پاکستان سره د اړیکو خرابېدل د طالبانو له خوا نه دي پیل شوي، بلکې اسلام اباد د اختلافاتو د ختمولو لپاره د خبرو اترو په بهیر کې خنډونه جوړوي.

 

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د پاکستان د واکمنانو پر پرېکړو او د هغوی په سیاست کې پر بدلون پورې تړلي دي.

 

د ټي ټي پي په اړه د پاکستان تورونه

 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان هغه تورونه هم رد کړي چې ګنې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي د افغانستان له خاورې فعالیتونه کوي. متقي ویلي چې حکومت به یې هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

 

رسنۍ: پر طالبانو‌ د پاکستان فشارونو اغېزه کړې، دا هېواد دې تګلارې ته دوام ورکوي
رسنۍ: پر طالبانو‌ د پاکستان فشارونو اغېزه کړې، دا هېواد دې تګلارې ته دوام ورکوي

 

پاکستان تور لګوي چې د ټي ټي پي مشران او وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په خپل هېواد کې دننه حل کړي.

 

په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ۴۰ ډیپلوماتیک دفترونه

 

متقي له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه ویلي چې په تېرو کلونو کې یې له ګڼو سیمه ییزو او نورو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

 

نوموړي ویلي چې دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سفارتونه، کونسلګرۍ او نور ډیپلوماتیک دفترونه د طالبانو د حکومت په واک کې دي.

 

د هغه په وینا، له ګڼو هېوادونو سره د ویزو ورکړه، د ډیپلوماتیکو پلاوو تګ راتګ او سوداګریزې اړیکې روانې دي. متقي ادعا کړې چې له یو شمېر هېوادونو سره دومره باور رامنځته شوی چې افغان سوداګر او ډیپلوماتان د سفر پر مهال له ستونزو سره نه مخ کېږي.

 

نوموړي دغه وضعیت د خپل حکومت «عملي رسمیت» بللی او ویلي یې دي چې ځینې هېوادونه د خپلو کورنیو سیاسي شرایطو او محدودیتونو له امله د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه پېژني.

 

هره ورځ پنځه زره مسافر هوايي سفرونه کوي

 

متقي د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د هوايي سفرونو په اړه ویلي چې هره ورځ شاوخوا پنځه زره مسافر د افغانستان له بېلابېلو هوايي ډګرونو تګ راتګ کوي. د هغه په وینا، د هوايي سفرونو دغه شمېر له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو او د خلکو د تګ راتګ څرګندونه کوي.

 

د داعش په اړه د تاجکستان اندېښنې

 

متقي د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه د تاجکستان او ځینو نورو سیمه ییزو هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بللې دي. خو نوموړي په ورته وخت کې ویلي چې د داعش پر ضد مبارزه یوازې د یوه هېواد په هڅو نه شي بریالۍ کېدای او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

 

متقي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت غواړي له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي، خو د بهرني فشار له امله به په خپلو پالیسیو کې بدلون رانه ولي. د متقي د دغو تازه څرګندونو په اړه د پاکستان د حکومت غبرګون لا نه دی معلوم.