هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) ویلي چې په هنګو ضلعه کې یې له پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې د اتحاد المجاهدین پاکستان (آی اېم پي) درې وسله وال وژلي دي.
سي ټي ډي د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د هنګو د صدر تاڼې په حدودو کې د نیلم غره ته څېرمه پر کمپني روډ ترسره شوي دي. د اعلامیې له مخې، ادارې له تېرو څو ورځو راهیسې داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کول چې په سیمه کې موجود وسله وال پر پولیسو او د قانون نافذوونکو ادارو پر اهلکارو د بریدونو پلانونه جوړوي.
سي ټي ډي ویلي چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو او پولیسو ترمنځ د ډزو په تبادله کې درې وسله وال وژل شوي او یوه سرکاري ګاډي ته هم زیان رسېدلی دی. د وژل شویو وسله والو له ډلې یو د بنو اوسېدونکی خلفان احمد ولد نظیر احمد پېژندل شوی، خو د دوو نورو د پېژندګلوۍ عمل لا هم روان دی.
سي ټي ډي ادعا کړې چې خلفان احمد د ډي اېس پي دیار خان په ګډون د لسو پولیسو په وژلو او تر ۱۵ زیاتو پولیسو په ټپي کولو کې لاس درلود او له وړاندې ادارې ته مطلوب و. د اعلامیې له مخې، د وژل شویو وسله والو یو شمېر ملګري تښتېدلي چې د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټون عملیات روان دي. سي ټي ډي د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر هم ورکړی دی.
د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر او د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو ویلي چې په صوبه کې به د وسله والو پر ضد عملیات دوام لري. شال نیوز په خپلواکه توګه د سي ټي ډي د دغو ادعاوو تصدیق نه دی کړی.


شال نیوز