کونړ (شال نیوز) : په کونړ ولایت کې د نننۍ چاودنې له کبله د مړو شمېر ۱۰ او ټپيانو ۱۱۰ ته لوړ شو. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د کونړ ولایت مرکز د اندرسېر سیمې منځني ښوونځي تر څېرمه چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د عبدالمتین قانع په خبره، د لومړنیو څېړنو له مخې، چادونه ښوونځي ته څېرمه د کان کېندونکو شرکتونو د چاودېدونکو موادو په یوه ډیپو کې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
له دې مخکې، د کونړ د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس سمیع الحق ویلي وو چې چاودنه د شنبې په ورځ سهار شاوخوا لس بجې د اسعداباد او پارون پر لویه لاره په یوه کور کې شوې ده.
د هغه په وینا، چاودیدونکي مواد په یو کور کې پراته وو چې د کانونو د کیندنې او د کونړ او نورستان پر لویه لاره د کار لپاره ساتل کېدل. سمیع الحق ویلي، ګڼ شمېر ټپیان د علاج لپاره د ننګرهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي وو.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ځايي خلک ټپي ماشومان په غېږو کې روغتیايي مرکزونو ته وړي. چاودنې د ښوونځي ودانۍ او د شاوخوا سیمې یو شمېر کورونه هم زیانمن کړي دي.
د کونړ د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان تر دې وړاندې ویلي وو چې د پېښې د پلټنو لپاره سیمې ته تحقیقاتي ډلې استول شوې دي. د چاودنې د څرنګوالي په اړه د چارواکو پلټنې لا نه دي بشپړې شوې.
شال نیوز په خپلواکه توګه د مرګ ژوبلې د تازه شمېرو تصدیق نه دی کړی.


شال نیوز