کابل (شال نیوز) : د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ادعا کړې چې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د شنبې ورځې چاودنه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د چاودېدونکو موادو د جوړولو په یوه مبینه مرکز کې شوې ده.

 

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مرکز د اندر سېر لېسې ته څېرمه و او د چاودنې له امله د سکول ودانۍ او یو شمېر استوګنیزو کورونو ته زیان رسېدلی دی. حکمتیار ویلي چې په ابادو سیمو او سکولونو ته نږدې د دا ډول مرکزونو موجودیت د ولسي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

 

بلخوا، ځینو رسنیو ادعا کړې چې په دغه ځای هوايي یا ډرون برید شوی دی. د وروستیو خپرو شویو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه زده کوونکي وژل شوي او ۹۷ کسان ټپیان شوي دي.

 

افغانستان : کونړ کې د مړو شمېر ۱۰ او ټپيانو ۱۱۰  ته لوړ شو
افغانستان : کونړ کې د مړو شمېر ۱۰ او ټپيانو ۱۱۰ ته لوړ شو

 

د کونړ د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان تر دې وړاندې ویلي وو چې د پېښې د پلټنو لپاره سیمې ته تحقیقاتي ډلې استول شوې دي. د چاودنې د اصلي علت په اړه لا کره معلومات نه دي خپاره شوي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه نه د ټي ټي پي د مبینه مرکز د موجودیت او نه هم د ډرون برید د ادعا تصدیق کړی شي.