کوټه (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په غوښتنه د نومبر پر ۲۷مه د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د دغه ګوند د مشرانو او غړو د نیولو پر ضد احتجاجي مظاهرې او جلوسونه شوي دي.

 

مظاهره چیانو د نیول شویو مشرانو او غړو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. په سنجاوي کې د جمعیت علمای اسلام په احتجاجي مظاهره کې د دغه ګوند د مرکزي مجلس شورا غړي او د بلوچستان سرپرست مولانا حافظ محمد یوسف هم ګډون کړی دی.

 

د قلعه عبدالله ضلعې په مرکز ځنګل پیر علیزي کې هم احتجاجي مظاهره شوې چې ضلعي امیر مولوي فتح محمد، سېنېټر حاجي عبدالشکور خان اڅکزي، چیئرمېن دین محمد سیګي، مولوي سراج الدین او مولوي نورالله اغا ورته ویناوې کړې دي.

 

په چمن کې د جمعیت علمای اسلام پلویانو احتجاجي جلوس ایستلی چې د چمن پرېس کلب مخې ته په مظاهره بدل شوی دی. مظاهره چیانو غوښتنه کړې چې نیول شوي سیاسي مشران او غړي دې سمدستي خوشې او سیاسي ګوندونو ته دې د ایین او قانون له مخې د سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړل شي.

 

د احتجاج پر مهال په چمن کې ګڼ شمېر پولیس ځای پر ځای شوي وو او کلک امنیتي انتظامات شوي وو. له چمنه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې پولیسو د جمعیت علمای اسلام د ضلعي جنرل سېکرټري حاجي غوث الله اڅکزي په ګډون مولوي عبدالخالق خادم، حافظ موسی کلیم، مولوي امین الله، مولوي موسی کلیم الله او عبدالقادر مسلم یار نیولي دي.

 

د دغو کسانو د نیولو په اړه د پولیسو رسمي دریځ لا مخې ته نه دی راغلی. بلخوا، په ژوب کې عوامي نېشنل ګوند د جمعیت علمای اسلام د احتجاجونو د ملاتړ اعلان کړی دی. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د جمعیت علمای اسلام د غړو د نیولو پر ضد د روانو احتجاجونو د بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

 

د ژوب او شیراني ضلعو د عوامي نېشنل ګوند مشرانو او غړو هم په احتجاجي مظاهره کې ګډون کړی دی. د عوامي نېشنل ګوند د شیراني ضلعې مشر امان الله لالا مظاهرې ته په وینا کې له جمعیت علمای اسلام سره یووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ متقابل احترام، د جمهوري ارزښتونو او سیاسي حقونو د خوندي کولو لپاره ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی.

 

مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۲۶مه د پنجاب په سرګودها کې د خپل ګوند د ولسي غونډې د مخنیوي او د مشرانو او غړو د نیولو پر ضد له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د جمعې تر لمانځه وروسته په ټول پاکستان کې احتجاجي مظاهرې وکړي.