اسلام اباد (شال نیوز) : په اسلام اباد کې د پاکستان د لس ورځني کلتوري جشن «لوک مېله ۲۰۲۶» پرانیسته شوې، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه پکې سلګونه هنرمندان او د لاسي صنایعو جوړوونکي ګډون کوي.
د خیبر پښتونخوا د کلتور او سیاحت ادارې په وینا، په سږنۍ مېله کې د دغه ایالت هنرمندانو ته ځانګړی پویلین هم په پام کې نیول شوی، چې پکې د بېلابېلو ضلعو دودیز هنرونه، لاسي صنایع او کلتوري توکي نندارې ته وړاندې کېږي.
د یادې ادارې مشر شاهد خان مهمند ویلي، د ګورنر فیصل کریم کونډي او د سیاحت د سلاکار ډاکټر سرفراز علي په لارښوونه د خیبر پښتونخوا هنرمندانو ته د خپلو تولیداتو او هنرونو د نندارې لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د هغه په وینا، هنرمندانو ته وړیا غرفې، د اوسېدو ځای او د تګ راتګ اسانتیاوې ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، د خیبر پښتونخوا په پویلین کې د سیلانیانو د معلوماتو لپاره ځانګړی مېز هم جوړ شوی او د دغه ایالت د کلتور او سیاحت په اړه مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.
د لوک مېلې د پرانیستې په مراسمو کې د پاکستان د ملي میراث او کلتور وفاقي وزیر اورنګزیب خان کچي ویلي، دغه مېله د پاکستان د کلتوري هویت، سیمهییز رنګارنګوالي او ملي یووالي څرګندونه کوي. هغه ویلي، د تېر کال د تجربو او د خلکو د وړاندیزونو پر بنسټ د سږنۍ مېلې انتظامات لا ښه شوي دي.
د لوک ورثې اجرائیوي مشر ډاکټر وقاص سلیم ویلي، د روان کال په مېله کې ۵۲۲ غرفې جوړې شوې دي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه پکې هنرمندان خپل لاسي صنایع او تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.
د نوموړي په وینا، تر ۲۵۰ زیات هنرمندان په مېله کې ګډون لري او هره ورځ به له سلو زیات هنرمندان خپلې هنري نندارې وړاندې کوي. هغه زیاته کړې، د لسو ورځو په موده کې به شاوخوا ۱۵۰۰ لاسي صنایع جوړوونکي او هنرمندان د پاکستان بېلابېل کلتوري دودونه او هنرونه خلکو ته ور وپېژني.
د لوک ورثې د معلوماتو له مخې، لوک مېله به د دسمبر تر شپږمې نېټې دوام وکړي او هنرمندان به د مېلې تر وروستۍ ورځې په خپلو غرفو کې حضور ولري. په پرانیستونکو مراسمو کې د پاکستان د بېلابېلو سیمو ترڅنګ د ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان هنرمندانو هم ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د بلوچستان د خضدار اوسېدونکې سکینه بي بي، چې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې فعالیت کوي، د خپلو هنري خدمتونو د ستاینې په موخه په چادرۍ ونازول شوه.
همداراز، د ګلګت بلتستان هنرمند نثار علي ته د غوره هنرمند په توګه پګړۍ ور پر سر شوه. د سږنۍ لوک مېلې په مراسمو کې د چین، ترکیې، اندونیزیا، ازبکستان او بنګله دېش په ګډون د یو شمېر بهرنیو هېوادونو استازي او ډیپلوماتان هم ګډون کوي.


شال نیوز