دوحه : پاکستان شاهینز لوبډلې د رائزینګ سټارز اسیا کپ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې بنګله دېش اې لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او د سیالیو پایلوبې ته یې لار وموندله.
دا لوبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه، چې پکې بنګله دېش اې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او پاکستان شاهینز ته یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه. پاکستان شاهینز ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۴۶م اور کې پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
د پاکستان شاهینز لپاره حسن نواز ۶۲ او شاه زیب خان ۵۰ منډې وکړې. د لوبډلمشر عبدالصمد په نوم ۴۴ منډې ثبت شوې، په داسې حال کې چې فرحان یوسف د ۴۶ منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شو.
پاکستان شاهینز به د نومبر په ۲۹مه په پایلوبه کې له سریلانکا اې لوبډلې سره مخامخ شي.


شال نیوز