بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د سیمه ییزې پرمختیايي کونسل (اې آر ډي سي) د څلورو غړو تر اعلان وروسته د ۱۶ کسیزې ضلعي رابطې کمېټۍ (ډي سي سي) د جوړولو اعلان هم شوی دی. د کمېټۍ غړو د بنو له جي او سي عادل وړيچ سره په یوه غونډه کې لیدلي او د کمېټۍ پر دندو، اختیاراتو او کاري چوکاټ یې خبرې کړې دي.

 

په نوې جوړه شوې کمېټۍ کې د خبریالانو په استازیتوب ځوان خبریال کریم الله خان او د سوداګرو په استازیتوب د بنو د سوداګرۍ او صنعت چېمبر مشر ناصر بنګش شامل دي. په کمېټۍ کې ښځو ته هم استازیتوب ورکړل شوی چې نادیه خان او مصباح ګل یې غړې ټاکل شوې دي.

 

بنو د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو یو مهم سوداګریز او انتظامي مرکز دی، چې د شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي هم د سوداګرۍ، علاج او تعلیم لپاره ورځي. د دغې کمېټۍ جوړېدل په داسې حال کې دي چې د بنو ولس له اوږدې مودې راهیسې د امن، روزګار، روغتیا، تعلیم او پرمختیايي چارو په برخو کې د خپلو ستونزو د هواري غوښتنې کوي.

 

تر اوسه د کمېټۍ د پاتې غړو نومونه، قانوني اختیارات، کاري موده او د پرېکړو د عملي کولو په اړه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.