اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان د نومبر پر ۲۷مه د کم عمرۍ د ودونو د ختمولو او د جینکو د حقونو د خوندیتوب لپاره له ۲۰۲۷م څخه تر ۲۰۳۱م کال پورې پنځه کلنه قامي تګلاره اعلان کړې ده. دغه تګلاره په داسې حال کې اعلان شوې چې په خېبر پښتونخوا کې د جینکو د واده لږ تر لږه قانوني عمر لا هم ۱۶ کاله دی او د ماشومانو د حقونو ادارې یې ۱۸ کالو ته د لوړولو غوښتنه کوي.

 

وفاقي حکومت دغه تګلاره د کم عمرۍ او جبري ودونو د ختمولو د لومړۍ نړیوالې ورځې او د جنسیت پر بنیاد د تشدد پر ضد د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په مناسبت اعلان کړې ده. د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزارت په مشرۍ دغه تګلاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، یونیسف او جي ډي پاکستان په تخنیکي همکارۍ او د برتانیا د آواز دویم پروګرام په مالي مرسته جوړه شوې ده.

 

د دې تګلارې مقصد د کم عمرۍ د ودونو مخنیوی، د جینکو د تعلیم او صحت خوندیتوب، د هغوی پر وړاندې د تشدد او امتیازي چلند ختمول او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو حق یقیني کول دي.

 

د کم عمرۍ د ودونو مخنیوی له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دی

 

د پاکستان د قانون او بشري حقونو وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ په اسلام اباد کې د دغې تګلارې د اعلان دستورې ته په وینا کې ویلي چې حکومت په ټول هېواد کې د واده لپاره د عمر لږ تر لږه حد ۱۸ کالو ته د لوړولو او پر قانون عملي کولو ته ژمن دی.

 

نوموړي ویلي چې د کم عمرۍ د ودونو د مخنیوي قانون له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دی. تارړ د سند صوبې د قانون مثال ورکړی چې وفاقي شرعي عدالت یې پر ضد درخواست رد کړی او قانون یې پر ځای ساتلی دی.

 

د هغه په وینا، وفاقي حکومت به له صوبایي حکومتونو سره په ګډه د نکاح د ثبت نظام هم پیاوړی کوي، څو د واده پر مهال د هلکانو او جینکو د عمر تصدیق وشي. نوموړي زیاته کړې چې یوازې قانون جوړول کافي نه دي، بلکې په ولس کې پوهاوی او په ټولنیز فکر کې بدلون راوستل هم ضروري دي.

 

خېبر پښتونخوا کې د جینکو د واده قانوني عمر لا هم ۱۶ کاله دی

 

په خېبر پښتونخوا کې د ۱۹۲۹م کال د قانون له مخې د جینکو د واده لږ تر لږه عمر ۱۶ کاله او د هلکانو ۱۸ کاله دی. په پنجاب، سند، بلوچستان او اسلام اباد کې د هلکانو او جینکو دواړو لپاره دغه عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.

 

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا د ابادۍ د چارو ځانګړي مرستیال طفیل انجم د روان کال د اګست پر ۱۹مه ویلي وو چې صوبایي حکومت به تر ۱۸ کلنۍ وړاندې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره نوی قانون جوړوي. خو تر اوسه د دغه نوي قانون د منظورۍ تصدیق نه دی شوی.

 

په پاکستان کې د کم عمرۍ د ودونو کچه

 

د یونیسف د اټکل له مخې، په پاکستان کې شاوخوا دوه کروړه داسې ښځې او جینکۍ ژوند کوي چې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې یې ودونه شوي دي. د بشري حقونو د وفاقي وزارت یو راپور ښيي چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سند کې د کم عمرۍ د ودونو کچه د پنجاب په پرتله لوړه ده.

 

د ماشومانو د حقونو ادارې وايي چې د زېږون او نکاح د ثبت په نظام کې نیمګړتیاوې او پر قوانینو کمزوری عمل د کم عمرۍ د ودونو د مخنیوي پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.

 

ولې جینکۍ په کم عمر کې ودول کېږي؟

 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې بې وزلي، بې سوادي، پخواني دودونه، د جینکو لپاره د تعلیمي او اقتصادي موقعو نشتوالی او د ښځو پر وړاندې امتیازي چلند د کم عمرۍ د ودونو له مهمو لاملونو څخه دي. په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې هغه جینکۍ زیاتې له دې خطر سره مخامخ دي چې تعلیم ته لاسرسی نه لري او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.

 

په قبایلي ضلعو کې هم د جینکو لپاره د تعلیمي ادارو نشتوالی، بې وزلي، ناامني او ځینې پخواني دودونه د دې ستونزې مهم اړخونه دي. د کورنیو ترمنځ د دښمنیو او شخړو د ختمولو لپاره په سوره او وني کې د جینکو ورکول هم د پاکستان له قانون سره سم جرم دی.

 

کم عمره ودونه د جینکو پر ژوند څه اغېز کوي؟

 

د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې په کم عمر کې واده شوې جینکۍ زیاتره له تعلیمه پاتې کېږي، له کورني تشدد او اقتصادي محتاجۍ سره مخامخ کېږي او د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو محدود اختیار لري. په کم عمر کې امیندواره کېدل د مور او ماشوم د صحت لپاره هم جدي خطرونه لري.

 

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي ډاکټر لؤی شبانه ویلي چې د کم عمرۍ ودونه د جینکو خوبونه له منځه وړي او راتلونکی یې محدودوي.

 

نوموړي ویلي: «هرې جینۍ ته باید د تعلیم بشپړولو، د مهارتونو زده کولو، روزګار ترلاسه کولو او د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو موقع ورکړل شي.»

 

نوې قامي تګلاره به څنګه عملي کېږي؟

 

په اسلام اباد کې د نوې تګلارې د اعلان په دستوره کې د بشري حقونو د وزارت سېکرټري عبدالخالق شېخ، په پاکستان کې د برتانیا های کمشنرې جېن مېریټ، د یونیسف استازې پرنیل ایرونسایډ، د ماشومانو د حقونو د قامي کمېشن مشرې عایشې رضا فاروق او د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره د صوبایي ادارو استازو ګډون کړی و.

 

ګډونوالو ټینګار کړی چې وفاقي او صوبایي حکومتونه دې د کم عمرۍ د ودونو د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي او اعلان شوې تګلاره دې په عملي ګامونو بدله کړي. پاکستان د اسلامي همکاریو د تنظیم له لارې له نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افریقایي هېوادونو سره هم د کم عمرۍ د ودونو د مخنیوي لپاره د همکارۍ زیاتولو اعلان کړی دی.

 

ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰م کال پورې د کم عمرۍ او جبري ودونو ختمول د دوامداره پرمختګ په نړیوالو هدفونو کې شامل کړي دي. خو د نوې قامي تګلارې اعلان په خپله د خېبر پښتونخوا موجوده قانون نه بدلوي او د جینکو د واده قانوني عمر ۱۸ کالو ته د لوړولو لپاره به نوي قانون ته اړتیا وي.

 

وفاقي حکومت د دغې پنځه کلنې تګلارې لپاره د ځانګړې بودیجې، ضلع وار هدفونو او پر تګلارې د عمل د څارنې تفصیل لا نه دی څرګند کړی.