اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان وايي، له وفاقي حکومت سره یې د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې د رعایت، د سرکاري خرڅونو د کمولو او ولس ته د اقتصادي اسانتیاوو ورکولو په اړه په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

 

نوموړي د نومبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم شهباز شریف سره تر ملاقات وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې دواړه خواوې د یوې معاهدې پر مسودې موافقې ته رسېدلې دي.

 

د حافظ نعیم الرحمان په وینا، حکومت منلې چې د تېلو په بیعو کې د رعایت منصوبه به تر زر سي سي پورې ګاډو ته هم وغځول شي. نوموړي وویل، هغو کروندګرو ته به هم د ټراکټرو لپاره په ډیزلو کې رعایت ورکول کېږي چې تر دولس نیم ایکړه پورې ځمکه لري.

 

د جماعت اسلامي مشر وویل، له حکومت سره پر پټرولو او ډیزلو د لګېدلي ټیکس یا پیټرولیم لیوي د کمولو په اړه هم خبرې شوې دي او تر راتلونکې بجټ پورې به په دې اړه تګلاره جوړه شي.

 

د نوموړي په وینا، حکومت دا غوښتنه هم منلې چې د سرکاري استعمال لپاره به تر ۱۶۰۰ سي سي غټ ګاډي نه کارول کېږي. حافظ نعیم الرحمان وویل، له بجلي پیدا کوونکو شخصي کمپنیو سره پر حکومتي تړونونو بیا کتنه او د بجلۍ د بیعو کمول هم د مذاکراتو برخه وه.

 

هغه زیاته کړه چې د معاهدې د عملي کېدو د څارنې لپاره به د دواړو خواوو کمېټي خپل کار ته دوام ورکوي. د حکومت په پلاوي کې مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار، د خزانې وزیر محمد اورنګزېب، احسن اقبال، علي پروېز ملک، رانا ثناالله او بلال اظهر کیاني شامل وو.

 

د جماعت اسلامي په پلاوي کې د حافظ نعیم الرحمان ترڅنګ لیاقت بلوچ، فراست علي شاه او عنایت الله خان ګډون درلود. حافظ نعیم الرحمان ویلي چې د نومبر په ۲۹مه به د لاهور په مینار پاکستان کې یوې ولسي جلسې ته د وینا پر مهال د خپل ګوند راتلونکې تګلاره اعلان کړي.

 

جماعت اسلامي له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د ګرانۍ او د تېلو پر بیعو د لګېدلو ټیکسونو پر ضد احتجاجي تحریک روان ساتلی دی. د معاهدې بشپړ متن او د وفاقي حکومت تفصیلي دریځ لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.