شال نیوز (اسلام اباد) : د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، په اسلام اباد کې یې د هالنډ له سفیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له یوې لوړپوړې چارواکې سره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
محمد صادق خان د نومبر په ۲۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د هالنډ له سفیر رابرټ جان سیګرټ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې له مشرې الین بوټګر سره یې لیدلي دي.
د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو، سیمه ییزو پرمختګونو او په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو ډلو د شتون په اړه خبرې شوې دي. محمد صادق ویلي، په افغانستان کې د دغو ډلو شتون د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو نړیوالو ادارو په راپورونو کې هم یاد شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې په خپور شوي ۱۶م راپور کې ویلي وو چې تر ۲۰ زیاتې سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالیت لري.
په دغه راپور کې د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او جماعت انصارالله نومونه هم یاد شوي وو. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په راپورونو کې هم د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په ګډون د یو شمېر وسله والو ډلو فعالیتونه د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ بللی دی.
پاکستان له مودې راهیسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد کارولو ته نه ورکوي.


شال نیوز