هلمند (شال نیوز) : د هلمند ولایت اوسېدونکي، ذبیح‌الله ځواک ادعا کوي چې په شپږو ورځو کې یې په ځغاسته له هلمنده تر کابله شاوخوا ۶۳۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

 

ځواک خپله ځغاسته د تېرې شنبې په ورځ له هلمنده پیل کړې او د کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو ولایتونو له لارې یې د پنجشنبې په ورځ ځان په کابل کې د بدني روزنې مرکز ته رسولی دی.

 

نوموړي ویلي، په دې سفر کې یې له ګڼو ستونزو او فزیکي دردونو سره مخ شوی، خو په وینا یې، موخه یې په افغانستان کې د یوه نوي ریکارډ ثبتول او دا پیغام رسول و، چې ورزشکاران کولای شي د هېواد له یوه ولایت څخه بل ته په ډاډه زړه سفر وکړي.

 

هغه ادعا کړې چې تر دې وړاندې په افغانستان کې چا د منډې وهلو له لارې دومره واټن نه دی وهلی.

 

نور ویډیو کې: