پېښور (شال نیوز) : په پنجاب کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د کنفرانس د مخنیوي او د ګوند د مشرانو د نیولو پر ضد د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې احتجاجونه شوي دي، چې له امله یې د هېواد پر ګڼو لویو لارو د ګاډو تګ راتګ بند شوی دی.
د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د ورور او د سېنېټ غړي مولانا عطاء الرحمان د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی. د لومړنیو راپورونو له مخې، نوموړی د پنجاب د سرګودها ضلعې په بهېره سیمه کې پولیسو نیولی دی.
مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۲۶مه په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل ګوند له غړو او پلویانو غوښتي چې په ټول هېواد کې سوله ییز احتجاجونه وکړي.
نوموړي ویلي، ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ په سرګودها کې د جمعیت علمای اسلام کنفرانس وشي، خو حکومت د غونډې ځای ته تلونکې لارې تړلې، پولیس یې ځای پر ځای کړي او د ګوند یو شمېر مشران او غړي یې نیولي دي.
مولانا فضل الرحمان ادعا کړې چې په لاهور کې یې د کور مخې ته هم کانټېنرې درول شوې او له کوره د وتلو مخه یې نیول شوې ده.
په پنجاب کې احتجاجونه او د مشرانو نیول
په پنجاب کې د جمعیت علمای اسلام غړو د بهېره انټرچېنج ته نږدې د لاهور او اسلام اباد ترمنځ پر موټروې احتجاج کړی، چې له امله یې دواړو خواوو ته د ګاډو اوږده قطارونه جوړ شوي وو. د موټروې پولیسو په کوټ مومن، سالم او بهېره انټرچېنجونو کې د ټرافیک د بندېدو پخلی کړی دی.
د سرګودها د پولیسو مشر سهیل سکېرا ویلي چې د جمعیت علمای اسلام مرکزي عمومي سېکرټر او د قومي اسمبلۍ غړی مولانا عبدالغفور حیدري، مولانا امجد خان او د جمعیت طلبه اسلام مشر ملک اوېس د پولیسو تر څارنې لاندې دي.
نوموړي ویلي چې په سرګودها ډویژن کې ۱۴۴ دفعه لګول شوې او دغو مشرانو ته د حکومتي امر د سرغړونې په تړاو نوټسې ورکړل شوې دي. په خوشاب کې هم پولیسو د جمعیت علمای اسلام یو شمېر ځايي مشران او غړي نیولي او پر ضد یې مقدمې درج کړې دي.
مولانا فضل الرحمان ادعا کړې چې له پنډۍ تر ډېره غازي خان پورې د پنجاب په بېلابېلو ضلعو کې د ګوند د غړو د نیولو لړۍ روانه ده. د سرګودهې ډپټي کمشنر د نومبر له ۲۵مې نېټې د ۳۰ ورځو لپاره د مولانا فضل الرحمان په ګډون د جمعیت علمای اسلام پر نهو مشرانو دغې ضلعې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی.
په خېبر پښتونخوا کې احتجاجونه
په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام غړو د موټروې په ټال پلازه احتجاج کړی او د پېښور او اسلام اباد ترمنځ یې د ګاډو تګ راتګ بند کړی دی. د جمعیت علمای اسلام سنېټر عطاء الحق دروېش هم په دغه احتجاج کې ګډون کړی دی.
د لارې بندېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ مسافر پر موټروې ایسار پاتې شوي وو. په اکوړه خټک کې هم د جمعیت علمای اسلام د غړو د احتجاج راپورونه ورکړل شوي دي. په کوهاټ کې د ګوند غړو د ډوډې چوک په مقام د پېښور او کراچۍ ترمنځ د انډس های وې د تړلو خبر ورکړی دی.
په مانسهره کې د ګوند کارکنانو شاهراه ریشم تړلې او تجارتي تګ راتګ یې اغېزمن کوی. مولانا فضل الرحمان د چترال او کوهستان په ګډون د خېبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې له خپلو پلویانو غوښتي چې په احتجاجونو کې ګډون وکړي.
په بلوچستان کې ګڼې قومي لویې لارې تړل شوې
په بلوچستان کې د جمعیت علمای اسلام غړو د کوټې، کراچۍ او چمن ترمنځ پر بېلابېلو لویو لارو احتجاجي پرلتونه پیل کړي دي. په حب بای پاس کې احتجاج کوونکو د کوټې او کراچۍ ترمنځ قومي لویه لار د هر ډول ټرافیک لپاره تړلې ده.
په خانوزۍ کې د بوستان کراس او خانوزۍ ګرېډ سټېشن ترمنځ هم د قومي لویې لارې د تړلو راپورونه ورکړل شوي دي. د کوټې او چمن ترمنځ لویه لار د یارو په مقام تړل شوې، بلخوا په اوتل کې هم د جمعیت علمای اسلام د لسبېلې ضلعې غړو احتجاج کړی دی.
د قلات په مغلزي چوک کې هم احتجاج کوونکو د کوټې او کراچۍ ترمنځ لویه لار تړلې ده. له خضدار، مستونګ، نوشکي، ډېره مراد جمالي او د کوټې له سبي روډ څخه هم د احتجاجونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د جمعیت علمای اسلام سنېټر کامران مرتضي په کوټه کې د ګوند له غړو غوښتي چې له ځايي مشرانو سره په رابطه کې شي او په احتجاجونو کې ګډون وکړي. د بلوچستان پر لویو لارو د احتجاجونو له امله نه یوازې مسافر، بلکې د سوداګریزو مالونو او خوراکي توکو وړونکي ګاډي هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په سند کې احتجاجونه او د لویو لارو بندېدل
د سند صوبې لپاره د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا عبدالقیوم هالیجوی او صوبايي عمومي سېکرټر راشد محمود سومرو هم د ګوند له غړو غوښتي چې د پنجاب حکومت د اقداماتو پر ضد احتجاجونه وکړي.
له شکارپور، قمبر شهدادکوټ، رتودېرو، حیدراباد، مټیاري، دادو، نوشهرو فیروز، نصیراباد او کشمور څخه د احتجاجونو راپورونه ورکړل شوي دي. لاړکانې ته نږدې پر انډس های وې هم د احتجاج له امله د ګاډو تګ راتګ بند شوی دی.
په کنډیارو او شکارپور کې د قومي لویو لارو د تړلو له امله پنجاب او بلوچستان ته تلونکي مسافر هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په اسلام اباد او پنډۍ کې د ګوند د مشرانو د نیولو ادعا
د جمعیت علمای اسلام مشران ادعا کوي چې په اسلام اباد او پنډۍ کې هم پولیسو د ګوند یو شمېر ځايي مشران او غړي نیولي دي. سنېټر کامران مرتضي ویلي، ګوند یې د نیول شویو مشرانو د درک معلومولو او خوشې کولو لپاره عدالت ته د رجوع پرېکړه کړې ده.
د جمعیت علمای اسلام مرکزي ویاند اسلم غوري د پنجاب پر حکومت نیوکه کړې او د ګوند د ټولو نیول شویو مشرانو او غړو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي پوښتنه کړې چې که حکومتي ګوندونه د سیاسي غونډو کولو اجازه لري، نو مخالفو ګوندونو ته ولې دا اجازه نه ورکول کېږي؟
د مولانا فضل الرحمان او وفاقي حکومت ترمنځ اختلافات
د جمعیت علمای اسلام او وفاقي حکومت ترمنځ له تېرو څو اوونیو راهیسې اختلافات زیات شوي دي. مولانا فضل الرحمان په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج پر لګولو او د صوبو د اختیارونو په اړه د وفاقي حکومت پر تګلارو نیوکې کړې دي.
د نومبر پر ۲۴مه هم مولانا فضل الرحمان ادعا کړې وه چې پولیسو په لاهور کې له کوره د وتلو مخه نیولې وه. ټاکل شوې وه چې نوموړی د لاهور های کورټ بار اېسوسي اېشن په بلنه د سیاسي ګوندونو په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.
تېره اوونۍ په اسلام اباد او ډېره اسماعیل خان کې د مولانا فضل الرحمان او د هغه د کورنۍ د امنیت لپاره ګومارل شوي یو شمېر امنیتي اهلکار هم لرې کړل شوي وو.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، چې ګوند یې د وفاقي حکومت اتحادي دی، هم د مولانا فضل الرحمان پر وړاندې د حکومت پر اقداماتو نیوکه کړې وه.
د پنجاب انتظامیه وايي چې په سرګودها کې بندیزونه د امن او امان د ساتلو لپاره لګول شوي، خو جمعیت علمای اسلام وايي چې سیاسي غونډې او سوله ییز احتجاجونه کول یې اییني او جمهوري حق دی.
د پنجشنبې تر ماښامه په ټول هېواد کې د نیول شویو کسانو او تړل شویو لارو بشپړ شمېر نه دی خپور شوی. د مولانا عطاء الرحمان د نیولو او په ځینو سیمو کې د احتجاجونو د وروستي وضعیت په اړه هم د اړوندو چارواکو رسمي پخلی لا مخې ته نه دی راغلی.


شال نیوز