ملتان (شال نیوز) : د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د هېواد پر اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د حکومت او اپوزیشن ترمنځ بې باوري ختمول، پر انتخاباتي او عدالتي نظام د سیاسي ګوندونو باور بحالول او د صحافت ازادي د جمهوري نظام د مضبوطولو لپاره ضروري دي.

 

نوموړي د نومبر پر ۲۶مه د ملتان په پرېس کلب کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې تحریک انصاف د هېواد یو سیاسي حقیقت دی او د دغه ګوند له ګډون پرته په سیاسي نظام کې اصلاحات راوستل ګران دي.

 

بلاول بوټو وویل چې د هېواد په نظام کې بدلون باید د ایین او جمهوریت په چوکاټ کې راوستل شي او په دې اړه په خبرو اترو کې باید د واکمن ګوند، اتحادي ګوندونو او اپوزیشن په ګډون ټول سیاسي اړخونه شامل وي.

 

د هغه په وینا، حکومت باید داسې ګامونه پورته کړي چې پر پارلېمان، الېکشن کمېشن، عدالتونو او د احتساب پر نظام د اپوزیشن باور بېرته بحال شي. نوموړي وویل چې یوازې اپوزیشن پر حکومت بې باوره نه دی، بلکې د حکومت او اتحادي ګوندونو هم پر اپوزیشن باور نشته او د پیپلز پارټۍ او تحریک انصاف ترمنځ هم بې باوري موجوده ده.

 

د عمران خان د بند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بلاول بوټو وویل چې په هېواد کې سیاسي اختلافات دومره زیات شوي چې یوه ډله عمران خان سیاسي بندي ګڼي او بله یې مجرم بولي او دواړه ډلې د یو بل نظر منلو ته تیارې نه دي.

 

بلاول بوټو پر تحریک انصاف غږ وکړ چې د پارلېماني کمېټیو د غونډو د بایکاټ پر تګلاره له سره غور وکړي او د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره په وړاندیز شوې کمېټۍ کې ګډون وکړي. نوموړي وویل چې اپوزیشن باید د پارلېمان د مالیاتي او عدالتي چارو په کمېټیو کې هم ګډون وکړي او د بجټ، ګرانۍ، بې روزګارۍ او غربت د ختمولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

 

د پیپلز پارټۍ مشر وویل چې د پاکستان په تېرو انتخاباتو نه یوازې اپوزیشن، بلکې په حکومت کې شاملو ګوندونو هم اعتراضونه کړي وو. د هغه په وینا، تر څو چې په هېواد کې ازاد او شفاف انتخابات نه وي شوي او ټولې صوبې او سیاسي ګوندونه پر انتخاباتي نظام باور ونه لري، د دغه نظام له لارې جوړ شوي حکومتونه به هم له سیاسي ستونزو سره مخ وي.

 

بلاول بوټو وویل چې د پارلېمان په کمزورۍ کې اپوزیشن هم کردار لري او که سیاسي ګوندونه د پارلېمان بالادستي غواړي، نو ټولې مهمې ملي پرېکړې باید د پارلېمان دننه وشي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د نظام د بدلون پرېکړه یوازې یو څو ټېلېویژني اینکران، د رسنیو مالکان او کاروباریان نه شي کولای، بلکې په دې عمل کې باید د ولس منتخب استازي هم شامل وي.

 

بلاول بوټو په هېواد کې د نویو صوبو د جوړولو لپاره د ریفرنډم له وړاندیز سره هم مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا به د پاکستان د تاریخ تر ټولو اختلافي ریفرنډم وي. نوموړي وویل چې د نویو صوبو د جوړولو لپاره په ایین کې قانوني طریقه موجوده ده او له ریفرنډم پرته هم دا مسئله د پارلېمان او صوبايي اسمبلو له لارې حل کېدای شي.

 

هغه زیاته کړه چې د پنجاب اسمبلۍ د مسلم لیګ نواز د حکومت پر مهال د نوې صوبې د جوړولو په حق کې قرارداد منظور کړی و، خو د سند اسمبلۍ په وار وار د خپلې صوبې د وېش وړاندیزونه رد کړي دي. بلاول بوټو وویل چې پیپلز پارټي د دواړو صوبايي اسمبلو پرېکړو ته درناوی لري.

 

نوموړي دا خبرې هم رد کړې چې ګنې دی د پنجاب په څلورو برخو د وېشلو پلوي دی. بلاول بوټو په سند کې د بلدیاتي نظام د اصلاحاتو په اړه وویل چې پیپلز پارټي کولای شي د خپلې خوښې بلدیاتي نظام جوړ کړي، خو غواړي چې په دې اړه له نورو سیاسي ګوندونو سره هم مشوره وکړي.

 

د پیپلز پارټۍ مشر د ۲۶م او ۲۷م اییني ترمیم په اړه وویل چې داسې تاثر ورکول کېږي چې ګنې دی له دغو ترمیمونو په شا شوی دی، خو داسې نه ده. نوموړي وویل چې د ۲۶م اییني ترمیم پر مهال یې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د اتفاق رامنځته کولو هڅې کړې وې او د ۲۷م اییني ترمیم لپاره یې په پارلېمان کې د دوه پر درې اکثریت ترلاسه کول یوه کامیابي وبلله.

 

خو بلاول بوټو وویل چې د ۱۹۷۳م کال ایین او ۱۸م اییني ترمیم د پراخ سیاسي اتفاق له امله ځانګړی اهمیت لري. د هغه په وینا، د اییني ترمیمونو لپاره چې څومره زیات سیاسي اتفاق موجود وي، هومره به دغه ترمیمونه مضبوط وي.

 

بلاول بوټو د احتساب پر اوسني نظام هم نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې په پاکستان کې د احتساب ادارې په وار وار د سیاسي مخالفینو پر ضد استعمال شوې دي. نوموړي وویل چې تر څو احتساب د سیاسي انتقام لپاره استعمالېږي، پر دغه نظام به اعتراضونه هم دوام ولري.

 

بلاول بوټو په پاکستان کې د صحافت او بیان پر ازادۍ د محدودیتونو په اړه هم سختې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې هېواد داسې ځای ته رسېدلی چې د هغه په خبره، د صحافت ازادي پکې له منځه تللې ده.

 

نوموړي د الېکټرانیکي جرمونو د مخنیوي قانون «پیکا» ته په اشارې سره وویل چې دی د خپلو تېروتنو انکار نه کوي، خو د پیپلز پارټۍ مقصد د صحافت کمزوري کول نه وو. بلاول بوټو وویل چې په تېرو وختونو کې د خبریالانو لیکنو او غږ دومره اثر درلود چې حکومتونه به یې جوړول او غورځول.

 

نوموړي وویل چې نه غواړي اوسنی حکومت ختم کړي او نه د بل حکومت جوړولو اراده لري، خو د خبریالانو دنده دا ده چې واکمن له خپلو تېروتنو او د ولس له ستونزو خبر کړي. هغه پوښتنه وکړه چې که رسنیو ته یوازې د واکمنو د خبرو خپرولو اجازه وي، نو د عام ولس اقتصادي او ټولنیزې ستونزې به څوک راپورته کوي؟

 

بلاول بوټو د هېواد پر اقتصادي وضعیت د خبرو پر مهال وویل چې پاکستان له داسې سخت اقتصادي بحران سره مخ دی چې ده په خپل ژوند کې نه دی لیدلی. نوموړي وویل چې ګراني، غربت او بې روزګاري د ولس اساسي ستونزې دي، خو په پارلېمان، وفاقي کابینه او ټېلېویژني بحثونو کې ورته کافي پام نه کېږي.

 

د هغه په وینا، بزګرانو ته د خپلو فصلونو مناسب قیمت نه ورکول کېږي، مزدورانو ته د هغوی د محنت مطابق اجرت نه ورکول کېږي او ځوانان له لوړو زده کړو وروسته هم روزګار نه شي موندلی. هغه وویل چې یو شمېر تنخوا دار کسان د خپلې تنخوا لویه برخه یوازې دفتر ته په تګ راتګ مصرفوي.

 

د پیپلز پارټۍ مشر زیاته کړه چې عام خلک د خپلو بچو د تعلیم، د کور مشرانو لپاره د دوا اخیستلو او د کورنۍ لپاره د دوو وختونو د ډوډۍ برابرولو په اړه له سختو پرېکړو سره مخ دي. بلاول بوټو خبرداری ورکړ چې د سیمې روانې شخړې او نړیوال اقتصادي حالات د پاکستان د ولس اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتولی شي.

 

نوموړي پر سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د هېواد د اقتصادي ستونزو په حل کې له وزیراعظم سره مرسته وکړي او د خپلو سیاسي اختلافاتو پر ځای د ولس ستونزو ته لومړیتوب ورکړي. بلاول بوټو د ملتان د خپل پخواني سفر یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هغه مهال دغه سیمه له سېلابونو سره مخ وه او د پیپلز پارټۍ مشرانو او کارکنانو له اغېزمنو خلکو سره مرستې کړې وې.

 

د پیپلز پارټۍ مشر وویل چې د پاکستان د داخلي، اقتصادي او بهرنیو ستونزو د حل لپاره ملي یووالی، سیاسي ثبات او پر ریاستي ادارو د ولس د باور بحالول ضروري دي.

 

په پاکستان کې د موجوده نظام د بدلون او نویو انتظامي واحدونو د جوړولو بحث هغه مهال زور واخیست چې وفاقي داخله وزیر محسن نقوي د روان کال په جولای کې وویل چې د هېواد موجوده انتظامي نظام ناکامه شوی او بدلون ته اړتیا لري.

 

بلاول بوټو د نومبر پر ۱۷مه په یوه وینا کې د محسن نقوي له دغه دریځ سره اختلاف څرګند کړی و او ویلي یې وو چې د پاکستان نظام په خپله نه دی ناکامه شوی، بلکې کمزوری کړی شوی دی. بلاول بوټو له تېرو څو ورځو راهیسې د پنجاب په دوره دی او تر دې وړاندې یې د ډېره غازي خان او مظفرګړ سفرونه هم کړي دي.