کابل (شال نیوز) : د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د هغه د لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم لور او پخوانۍ سناتوره، راحله دوستم وايي٬ پلار یې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته تل له طالبانو سره د خبرو اترو او تفاهم غوښتونکی دی، خو خبرداری ورکوي چې که طالبان خبرې ونه کړي، پلار یې بله حللار هم سنجولې ده.

 

دوستم د هسپانیې په مادرید ښار کې د طالبانو د مخالفانو په غونډه کې وویل: “که د خبرو اترو او سولې له لارې له طالبانو سره تفاهم ته ونه رسېږي، مارشال دوستم بله حللاره هم په پام کې لري. طالبان په خپله ښه پوهېږي چې کومه لار ده.”

 

راحلې دوستم د افغانستان د سیاسي جریانونو ترمنځ پر یووالي، همغږۍ او انسجام ټینګار کړی او د ګډې حل‌لارې موندل یې اړین بللي دي. د طالبانو د لسګونو مخالفو سیاسي څېرو او فعالانو یوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړه شوه.

 

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي وایي، دا غونډه د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو د خبرو اترو د لړۍ نوې غونډه ده چې تر دې مخکې په اسلام‌اباد او لندن کې هم ورته ناستې شوې وې.

 

نوموړي د غونډې پر ګډونوالو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په ګډونوالو کې پخواني فاسد چارواکي، د بېلابېلو ډلو سوداګر، د مدني ټولنو فعالان او بې‌اعتباره سیاسي څېرې شاملې دي. د هغه په باور، د دغو څېرو کمزوری اعتبار د طالبانو د واکمنۍ د دوام له لاملونو څخه دی.

 

تر اوسه طالبانو د دې غونډې جوړېدو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.