واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا امنیتي او استخباراتي ادارې پر شاوخوا ۵۰ سوداګریزو بېړیو د سایبري بریدونو پلټنې کوي. په دغو بېړیو کې زیاتره د تېلو، مایع ګېس او خطرناکو کیمیاوي موادو لېږدوونکې بېړۍ شاملې دي.
امریکايي چارواکي شک لري چې ښايي ایران په دغو بریدونو کې لاس ولري، خو تر اوسه یې په دې اړه کره شواهد نه دي ترلاسه کړي. د امریکايي رسنیو وال سټریټ جرنل او اېن پي ار د راپورونو له مخې، امریکايي تحقیقاتي ادارې په دغو بریدونو کې د روسیې د احتمالي لاس لرلو او یا له ایران سره د همکارۍ په اړه هم پلټنې کوي.
د راپورونو له مخې، د بریدونو ښکار شوې بېړۍ د امریکا، اروپا او اسیا په سمندري لارو تګ راتګ کوي. په دغو بېړیو کې د امریکا د ټېکساس ایالت پر لور روانې «وي اېل پراسپېرېټي» او «کوهاکو» نومې بېړۍ هم شاملې دي.
دغه راز له امریکا څخه ایټالیا ته د مایع طبیعي ګېس لېږدوونکې «ویویټ افریقا» نومې بېړۍ په تګ راتګ کې هم غیرمعمولي بدلونونه لیدل شوي دي. امریکايي پلټونکي شک لري چې هکرانو د بېړیو د انټرنېټ او مواصلاتي نظامونو له تخنیکي کمزوریو ګټه پورته کړې ده.
د سایبري امنیت ماهرین وایي، که څه هم دغه بریدونه له تخنیکي پلوه ډېر پېچلي نه وو، خو د عصري سوداګریزو بېړیو زیاتره تخنیکي نظامونه له یو بل سره تړلي دي او په دغو نظامونو کې لاسوهنه د بېړیو د ټکر، سمندر ته د تېلو د تویېدو او یا د چاودنو سبب کېدای شي.
د راپورونو له مخې، د ځینو بېړیو له چلوونکو څخه د پیسو غوښتنه هم شوې او ګواښونه ورته شوي چې د امریکا او د هغې د متحدینو د سوداګریزو مالونو لېږدوونکې بېړۍ به په چاودنو والوزول شي. خو تر اوسه په دغو بېړیو کې د چاودېدونکو موادو د موندل کېدو او یا د کوم فزیکي زیان پخلی نه دی شوی.
د امریکا د ساحلي ساتونکو ځواکونو او وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) د سایبري امنیت ځانګړو ډلو لږ تر لږه څلور هغه بېړۍ معاینه کړې دي چې د امریکا بندرونو ته روانې وې. دغو ډلو بندرونو ته د بېړیو له داخلېدو وړاندې د هغوی تخنیکي او مواصلاتي نظامونه کتلي او د امنیتي کمزوریو د لرې کولو لپاره یې اقدامات کړي دي.
ځینې امریکايي استخباراتي چارواکي اندېښنه لري چې ښايي ایران له منځني ختیځ څخه بهر هم د نړیوالې سمندري سوداګرۍ د ګډوډولو هڅې کوي. خو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت یوه چارواکي ویلي چې تحقیقاتي ادارو تر اوسه په دغو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو کره شواهد نه دي ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، په څلورو پېښو کې یوازې محدود تخنیکي اختلالات رامنځته شوي او کوم جدي زیان نه دی اوښتی. که څه هم د دغو سایبري بریدونو ځینې پېښې په تېرو میاشتو کې شوې دي، خو د امریکايي ادارو د پراخو تحقیقاتو په اړه معلومات په تازه راپورونو کې مخې ته راغلي دي.
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز