استانبول (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي شهاب‌الدین ثاقب د ترکیې په استانبول ښار کې د حلال صنعت په ۱۲م نړیوال کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او معیاري تولیداتو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب‌الدین ثاقب د حلال صنعت د اقتصادي ودې لپاره مهم ظرفیت بللی او ټینګار یې کړی چې اسلامي هېوادونه باید په دې برخه کې خپلې ګډې همکارۍ پیاوړې کړي.

 

د نوموړي په وینا، د حلالو صنایعو پراختیا، د تجربو تبادله، ګډې پانګونې او د معیاري تولیداتو زیاتوالی کولای شي د اسلامي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

 

د حلال صنعت ۱۲م نړیوال کنفرانس او د ۲۰۲۶م کال حلال نړیوال نندارتون د ترکیې په استانبول ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي چارواکو، نړیوالو سازمانونو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شوی و.

 

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس او نندارتون کې د ۲۵ هېوادونو ۲۲۵ شرکتونو ګډون کړی و او د خوراکي توکو، درملو، سینګار توکو او نساجۍ په ګډون د حلال صنعت د بېلابېلو برخو استازي پکې راټول شوي وو.

 

حلال صنعت په نړیواله کچه د خوراکي توکو ترڅنګ د درملو، کاسمیټیک، مالي خدمتونو او نورو تولیدي برخو پراخ بازار لري. ترکیه هم د حلالو محصولاتو د تولید، تصدیق او نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د پراختیا لپاره د نړیوالو غونډو کوربه‌توب کوي.

 

د یاد کنفرانس موخه د حلال اقتصاد په برخه کې د تجربو تبادله، د نړیوالو بازارونو د پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.