کابل (شال نیوز) : کاناډا او قطر یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې قطر په افغانستان کې له کاناډايي وګړو سره د قونسلي مرستو په برخه کې د کاناډا په استازیتوب همکاري کوي.

 

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند د نومبر په ۲۴مه ویلي چې دغه تړون په اوټاوا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړنیو ستراتیژیکو خبرو اترو په ترڅ کې لاسلیک شوی دی. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه تړون مقصد په افغانستان کې له قونسلي ستونزو سره د مخ کاناډايي وګړو مرسته او د هغوی د قضیو تعقیبول دي.

 

دغه تړون د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مملکت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي لاسلیک کړی دی. کاناډا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی و او له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې مستقیم ډیپلوماتیک حضور نه لري.

 

د قطر له لارې د قونسلي همکاریو نوی تړون به کاناډا ته دا موقع ورکړي چې په افغانستان کې د خپلو وګړو د قونسلي ستونزو په هواري کې د قطر مرسته ترلاسه کړي. انیتا انند پر خپله اېکس پاڼه د قطر د منځګړیتوب رول ستایلی او ویلي یې دي چې هېواد یې په سیمه کې د امن او ثبات لپاره له قطر سره د همکاریو پراخولو ته ژمن دی.

 

نوموړې ویلي چې د کاناډا او قطر ترمنځ له څه باندې ۵۰ کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو وروسته د دواړو هېوادونو د همکاریو یو نوی پړاو پیلېږي. د قونسلي همکاریو ترڅنګ دواړو هېوادونو د بهرنۍ پانګونې د هڅونې او خوندیتوب یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

 

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه تړون له عملي کېدو وروسته به کاناډايي پانګه والو ته په قطر کې د پانګونې لپاره قانوني خوندیتوب او پراخې موقعې برابرې شي.

 

د کاناډا د حکومت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د سوداګرۍ حجم ۳۵۵ اعشاریه دوه میلیونه ډالرو ته رسېدلی و. په اوټاوا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستراتیژیکو خبرو اترو کې د سیاسي، امنیتي، دفاعي، سوداګریزو او بشري همکاریو پر پراخولو هم خبرې شوې دي.

 

قطر په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په اړه په نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو او د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ په منځګړیتوب کې مهم رول لوبولی دی. په افغانستان کې د کاناډايي وګړو د شمېر او د نوي قونسلي تړون د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې تفصیل نشته.