واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په ډبکوټ سیمه کې د ټول وزیرستان د والیبال سیالۍ پای ته رسېدلې دي، چې په پایلوبه کې ارشاد کلب اعظم ورسک، نورزمان کلب ډبکوټ ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي ګټلې ده.

 

په دغو سیالیو کې د وزیرستان د بېلابېلو سیمو لوبډلو برخه اخیستې وه او د کتلو لپاره یې ګڼ شمېر ځوانان، د لوبو مینه وال او د سیمې مشران ورغلي وو. د پایلوبې پر مهال د دواړو لوبډلو ترمنځ سخته مقابله وشوه، خو ارشاد کلب اعظم ورسک خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو ټرافي وګټله.

 

د لوبې کتلو ته ورغلو کسانو وویل، چې د وزیرستان ځوانان د لوبو په برخه کې ډېر استعداد لري، خو د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره زیاتو فرصتونو او اسانتیاوو ته اړتیا لري. دوی وویل، چې دا ډول سیالۍ نه یوازې ځوانان په سالمو فعالیتونو بوخت ساتي، بلکې د هغوی ترمنځ یووالي او ورورولۍ ته هم وده ورکوي.

 

په داسې حال کې چې وزیرستان له تېرو څو کلونو راهیسې له ناامنۍ سره مخ دی، ځايي خلک د لوبو دا ډول سیالۍ د ځوانانو د هڅونې او د مثبتو فعالیتونو د ودې لپاره مهمې ګڼي.

 

د سیالیو انتظام کوونکي وایي، چې د دغو سیالیو د جوړولو موخه د نویو لوبغاړو موندل، د لوبو وده او د وزیرستان د بېلابېلو سیمو د ځوانانو ترمنځ د اړیکو پیاوړې کول دي. دوی زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به هم د خپلو شته امکاناتو په مرسته د لوبو دا ډول سیالۍ جوړوي.