پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویناوالو ویلي چې پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره د قانون پر عملي کولو سربېره د خلکو په سوچ او چلند کې بدلون راوستل هم ضروري دي.
د نومبر پر ۲۵مه د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو محکمې د پېښور په حیات اباد کې په اقرا نېشنل پوهنتون کې د پوهاوي غونډه جوړه کړې وه چې ګڼو زده کوونکو، استادانو، قانون پوهانو او د ټولنیزو چارو ماهرینو پکې ګډون وکړ.
غونډې ته د خېبر بانک اېریا مېنېجر مصطفی شوکت علي وویل چې ښځو ته د خوندي او باعزته چاپېریال له برابرولو پرته هېڅ یوه ټولنه پرمختګ نه شي کولی. نوموړي وویل چې ځوانان په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تشدد او توپيري چلند په ختمولو کې مهم رول لوبولی شي.
په غونډه کې د شرکت ګاه ادارې د پروګرامونو همغږې کوونکې فوزیه علي، د پېښور های کورټ وکیلې بېرسټر مرینه اصف خټک او د نور اېجوکېشن ټرسټ د خوندیتوب چارو همغږې کوونکې ارضا ناصر پر ښځو د تشدد پر بېلابېلو ډولونو، د هغوی پر قانوني حقونو او تشدد ځپلو ښځو ته د انصاف پر رسولو خبرې وکړې.
فوزیه علي له شال نیوز سره په خبرو کې وویل چې پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره باید د پوهاوي لړۍ له خپل کور څخه پیل کړو. هغې وویل: «موږ باید د کومې بهرنۍ غیر سرکاري ادارې یا بل تنظیم انتظار ونه کړو. د خپلو بچو داسې تربیه باید وکړو چې هغوی پوه شي پر ښځو تشدد کول غلط کار دی.»
نوموړې زیاته کړه چې بچو ته باید له وړوکوالي دا وښودل شي چې څنګه د خپل ځان او د نورو خلکو خیال وساتي او د دوی له لاسه بل چا ته تکلیف ونه رسېږي. په غونډه کې یوې ګډونوالې لایبه خټک شال نیوز ته وویل چې په ټولنه کې باید دا ډول غونډې زیاتې جوړې شي او خلکو ته وښودل شي چې پر ښځو تشدد کول غلط کار دی.
هغې وویل چې په دې غونډه کې یې دا هم زده کړل چې څنګه د خپل ځان ساتنه وکړي. د غونډې یوه بل ګډونوال محمد کامل خان شال نیوز ته وویل چې پر ښځو د تشدد د مخنیوي په اړه د خلکو خبرول ډېر ضروري دي، خو هر څوک باید دا کار له خپل ځان څخه پیل کړي او د خپل کور له ښځو سره ښه چلند وکړي.
په غونډه کې زده کوونکو له ماهرینو څخه د ښځو د قانوني حقونو او خوندیتوب په اړه پوښتنې هم وکړې. ملګري ملتونه هر کال د نومبر ۲۵مه پر ښځو د تشدد د مخنیوي نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. له دې ورځې سره پر ښځو د تشدد پر ضد ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هم پیلېږي چې د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.


عامر داوړ