د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو محکمې او اقرا نېشنل پوهنتون په ګډه په پېښور کې د پوهاوي غونډه جوړه کړې وه. ویناوالو په دې غونډه کې د ښځو د حقونو، قانوني خوندیتوب او د تشدد د مخنیوي لپاره د کورنیو او ټولنې پر رول خبرې وکړې. هغوی ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي لپاره باید د خلکو پوهاوی زیات او له کورنیو د ټولنیز بدلون هڅې پیل شي. د عامر داوړ ويډیويي راپور


عامر داوړ