د ژمي له پیل سره په پېښور کې د ګاز د کمښت له امله د ګاز ګیزرونو د بدلولو او ترمیم کار زیات شوی دی. د ورسک روډ یو مستري جهانګیر خان وايي، د نوي ګیزر بیه شاوخوا ۵۰ زره روپۍ ده، خو د زاړه ګاز ګیزر په برېښنايي ګیزر بدلولو له ۱۰ تر ۱۵ زره روپیو پورې لګښت راځي. ویډیو: بلاول ارشد