د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون کې د فلاحي تنظيم سلویٰ چيرټي فاونډېشن له خوا د ماشومانو په وارډ کې نويو زېږېدلو ماشومانو ته د ژمي وړيا جامې ورکړل شوې دي. د دې مرستې موخه هغو بېوزلو کورنیو سره مرسته کول دي چې نوي زېږېدلي ماشومان یې په روغتون کې بستر دي او د ژمي په سړه هوا کې تودو جامو ته اړتیا لري.
ويډيو: سجاول ارباب


شال نیوز