پنجاب کې د جمعیت علمای اسلام د کنفرانس د مخنیوي او د دغه ګوند د مشرانو او غړو د نیولو پر ضد د نومبر پر ۲۶مه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه کوي. د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له خپلو پلویانو د سوله ییزو احتجاجونو غوښتنه کړې وه. په پېښور او اکوړه خټک کې هم احتجاجونه شوي، خو په بلوچستان کې د مظاهرو پر مهال ګڼې قامي لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې مسافر او ټرانسپورټران له ستونزو سره مخ شوي دي. مولانا فضل الرحمن پر پنجاب حکومت د کنفرانس د مخنیوي او د ګوند د غړو د نیولو تورونه لګولي، خو د دغو ادعاوو په اړه د پنجاب حکومت تفصیلي دریځ لا نه دی څرګند شوی.


سلمان یوسفزی