کابل (شال نیوز) : د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶م کال له جولای څخه تر ستمبر پورې نږدې لس زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې درخواستونه جمع کړي دي.

 

د راپور له مخې، په دغو درېیو میاشتو کې د اروپايي ټولنې په غړو او ورسره همکارو هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۹۹ زره او ۳۸۵ نوي درخواستونه جمع شوي چې لس فیصده یې د افغانانو دي.

 

افغانان په دغه موده کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه. ورپسې د بنګله دېش وګړو اووه فیصده او د سوډان وګړو شپږ فیصده درخواستونه جمع کړي دي. د نومبر په ۲۴مه خپور شوی راپور ښيي چې د پاکستان، ترکیې، اوکراین، شام او سومالیا وګړي هم په اروپا کې د پناه غوښتونکو په لویو ډلو کې شامل دي.

 

د اروپايي ټولنې د شمېرو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په جولای کې درې زره او ۱۰۰ او په اګست کې درې زره او ۶۶۰ افغانانو د لومړي ځل لپاره په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې درخواستونه جمع کړي دي.

 

د کډوالۍ نړیوال سازمان له هغو کډوالو سره هم مرکې کړې دي چې د لوېدیځ بالکان له لارې اروپا ته روان وو. په دغو کډوالو کې ۳۷ فیصده ایټالیا، ۲۲ فیصده جرمني او ۲۰ فیصده فرانسې ته د تلو اراده لرله.

 

سازمان ویلي چې د روان کال له جولای څخه تر ستمبر پورې د ځمکې او سمندر له لارې ۳۶ زره او ۹۷ کډوال اروپا ته رسېدلي دي. دا شمېره د روان کال د مخکینیو درېیو میاشتو په پرتله ۴۲ فیصده زیاته، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ فیصده کمه ده.

 

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په دغو درېیو میاشتو کې ۹۲۰ کډوال د مدیترانې او اطلس سمندرونو له لارې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې مړه یا بې درکه شوي دي.

 

په اروپا کې د افغانانو د پناه غوښتنې دا شمېرې په داسې حال کې خپرې شوې دي چې افغانستان لا هم له بې روزګارۍ، اقتصادي ستونزو او د کار له محدودو فرصتونو سره مخ دی.

 

د پناه غوښتنې د درخواستونو شمېر دا نه ښيي چې څومره کسانو ته په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو اجازه ورکړل شوې ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دغو درېیو میاشتو د پناه غوښتنې شمېرې لا بشپړې شوې نه دي.