اسلام اباد (شال نیوز) : په اسلام اباد کې د بیان د ازادۍ، ټکنالوژۍ او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه یوې ملي غونډې له حکومته غوښتنه کړې چې معلوماتو ته د ولس د لاسرسي حق خوندي کړي او د خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.
د فریډم نېټ ورک له خوا جوړې شوې دې غونډې کې د اروپايي هېوادونو سفیرانو، د پارلېمان غړو، حکومتي چارواکو، خبریالانو، د مدني ټولنې استازو، استادانو او د صحافت زده کوونکو ګډون کړی و.
د فریډم نېټ ورک اجرائیوي مشر اقبال خټک غونډې ته په وینا کې وویل، د یوې ټولنې د ازادۍ اندازه باید په دې ونه لګول شي چې خلک څومره په ازادۍ د واکمنو ملاتړ کولی شي، بلکې په دې ولګول شي چې له واکمنو سره د اختلاف پر مهال یې د خبرو حق څومره خوندي دی.
غونډه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون (پیکا) له لارې پر رسنیو د بندیزونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او خبریالان له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په پاکستان کې د جرمني سفیرې اینا لیپل غونډې ته وویل چې د بیان ازادي یو بنیادي بشري حق او د جمهوري ټولنې مهم بنیاد دی. نوموړې وویل: «تر هغه وخته د بیان رښتینې ازادي نه شي راتللی چې ښځې په خپلواکه توګه، له وېرې پرته او په خوندي چاپېریال کې د خپل نظر څرګندولو حق ونه لري.»
د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت نوموړې په پاکستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د انټرنېټ له لارې او په عملي ژوند کې د ځورونې او ګواښونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
د فرانسې سفیر ژان نویل پوارې وویل چې د بیان او مطبوعاتو ازادي د یوې پیاوړې ټولنې لپاره ضروري ده. نوموړي د خپلواکو رسنیو ملاتړ، د ناسمو معلوماتو مخنیوی، د لویو ډیجیټل شرکتونو حساب ورکونه او د مصنوعي ځیرکتیا سمه کارونه د فرانسې او د هغې د اروپايي ملګرو له لومړیتوبونو وبلل.
هغه وویل: «د ناسمو معلوماتو مخه په بندیزونو نه، بلکې په کره او باوري معلوماتو نیول کېږي.» د هالېنډ سفیر رابرټ یان سیګرټ بیا د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د نه مجازات کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د نوموړي په وینا، په نړۍ کې د خبریالانو د وژنې له هرو لسو پېښو څخه نږدې نهه یې لا هم نه دي حل شوې. هغه وویل، تر څو چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له عاملانو سره حساب ونه شي، د خبریالانو دایمي خوندیتوب ممکن نه دی.
د غونډې ګډونوالو سپارښتنه وکړه چې په رسنیزو ادارو کې دې د خبریالانو د خوندیتوب روزنه د کار یوه لازمي برخه وګرځول شي، څو خبریالان له قانوني خطرونو خبر وي او په انټرنېټ کې د خپل ځان او معلوماتو د خوندي ساتلو مهارتونه زده کړي.
ګډونوالو د رسنیو اقتصادي خپلواکي هم د اداریې له خپلواکۍ سره وتړله او وړاندیز یې وکړ چې رسنیزې ادارې دې پر حکومتي اشتهارونو خپله تکیه کمه کړي او د عاید نورې سرچینې دې پیدا کړي.
په غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو پر خطرونو هم خبرې وشوې. ګډونوالو ټینګار وکړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپرېدونکو معلوماتو کره والی باید په بېلابېلو پړاوونو کې وکتل شي او د خبرونو په جوړولو کې د انسان څارنه یقیني شي.
ګډونوالو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ لپاره د ګډو شبکو د جوړولو او د ځورونې او ګواښونو په اړه د شکایتونو د ثبت او هواري لپاره د یوه ګډ نظام غوښتنه هم وکړه.
په غونډه کې دا غوښتنه هم وشوه چې په وفاقي کچه او په سیند صوبه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېشنونو ته دې اداري او عملي خپلواکي ورکړل شي، څو د قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړای شي.
غونډه د دې غوښتنې په کولو پای ته ورسېده چې حکومت، پارلېمان، رسنیزې ادارې او مدني ټولنه دې د بیان د ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره په ګډه کار وکړي.


شال نیوز