کابل (شال نیوز) : د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې نن د نومبر ۲۲مه د خپلې مقدماتي تخنیکي غونډې په ترڅ کې د یوې داسې لارې نقشې د ارزونې او تصویب لپاره بحث کړی چې له مخې به یې له طالبانو سره د دې ډلې د تعامل او اړیکو لپاره منظم چوکاټ رامنځته شي.
د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې له مخې، په جده کې د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي تحولاتو او بشري وضعیت په اړه د دغه سازمان دریځ او اړوند مهم موضوعات څېړلي دي. ګډونوالو همداراز له طالبانو سره د تماس ډلې د تعامل لپاره د یوه پړاویز چوکاټ پر جوړولو خبرې کړې دي.
د سازمان په وینا، د دې چوکاټ موخه د افغانستان د خلکو د ګټو خوندي کول، د ثبات پیاوړتیا او په دغه هېواد کې د پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي. په غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو د پلي کېدو لپاره د تماس ډلې لومړیتوبونه هم ارزول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو له طالبانو سره د ګډو ګټو پر موضوعاتو د مستقیمو او رغنده خبرو اترو د پیل پر لارو چارو هم بحث کړی دی.


شال نیوز