مانیپور (شال نیوز) : هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ مانیپور ایالت کې د ناپاکو الکولو د څښلو له امله ۱۴ کسان مړه او له ۲۰۰ ډېر نور مسموم شوي دي. دا کسان د ناپاکو او په کور کې د جوړو شویو الکولو د څښلو له امله مسموم شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. 

 

د یاد ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي، مسموم شوي کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، او دوی د دې پېښې څېړل پیل کړي دي. چارواکو دا هم ویلي چې ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

 

په هند کې تر دې مخکې هم د الکولو بېلابېلو ډولونو له امله ورته پېښې شوې چې له امله یې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور مسموم او تر روغتونونو پورې لېږدول شوي دي. بلخوا هندي چارواکو ویلي چې د دغو توکو د استعمال پرمهال دې له احتیاط کار واخیستل شي.