ننګرهار (شال نیوز) : د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د دغه ولایت طالب والي، حاجي ملا محمدنعیم آخند د ایران له کونسل، مجیدرضا پناه سره په دې ولایت کې د ټراکټورونو او کرنیزو ماشینونو د تولید د یوې ګډې فابریکې پر جوړولو خبرې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نومبر ۲۳مه په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو یو شمېر متخصصانو، سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی و او د یادې فابریکې د جوړولو پر لارو چارو او صنعتي همکاریو یې بحث کړی دی.
ویل شوي، په دې فابریکه کې تولیدېدونکي ټراکټورونه به د ۶۰ کلونو کاري عمر ولري او د افغانستان د تولیداتو په توګه به کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې شي.
همداراز، ایراني متخصصانو ژمنه کړې چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې به د افغان کروندګرو او پانګوالو د وړتیا لوړولو لپاره همکاري کوي او خپلې تخنیکي پوهې او تجربې به ورسره شریکوي.


شال نیوز