کابل : د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، چې طالبان له دوو لارو سره مخ دي؛ یا به د سیمې او نړیوالو فشارونو او همداراز د جګړې په ډګر کې د پوځي فشارونو له امله د افغانستان د خلکو غوښتنې مني، او یا به له واکه غورځول کېږي.
احمد مسعود ،د اګست په ۱۰مه، له «ایراف ټي وي» سره په یوه مرکه کې ویلي دي، چې سیمه ییز او نړیوال هېوادونه باید د طالبانو پر مخالفو سیاسي او مقاومتي جریانونو خپلې غوښتنې تحمیل نه کړي، بلکې افغانان دې پرېږدي چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.
هغه د طالبانو دننه د هغو کسانو په اړه چې سوله پال بلل کېږي وویل، که په رښتیا هم د طالبانو په منځ کې داسې یوه ډله موجوده وي، نو باید د جګړه پالو له لاسه د پرېکړو واګې واخلي او په عملي توګه وښيي چې د تېرو کلونو له تجربو یې زده کړه کړې ده.
مسعود وویل، چې د ده په باور طالبان د یوې «دسیسې» په پایله کې بېرته واک ته ورسېدل او امریکا وروسته هڅه وکړه چې د افغانستان د سقوط مسوولیت د افغانانو پر غاړه واچوي. د نوموړي په وینا، امریکا داسې یو روایت عام کړ چې ګواکې د افغانستان پخواني سیاسي جریانونه فاسد وو، له یو بل سره یې یووالی نه درلود او د هېواد د سیاسي نظام د ړنګېدو مسوولیت هم د هغوي پر غاړه و.
مسعود دعوه وکړه چې امریکا ورته تګلاره په نورو جګړو کې هم کارولې او د ویتنام او اوکراین بېلګې یې یادې کړې.
هغه د ویانا بهیر، د ملي مقاومت جبهې او د ملي همغږۍ غونډې فعالیتونو ته په اشاره وویل، چې دوي هڅه کړې چې د افغانستان د خلکو په اړه هغه روایتونه پیاوړي نه شي چې افغانان د خپل هېواد د ستونزو یوازینی مسوول ګڼي.
د ملي مقاومت جبهې مشر وویل، چې که د دوي له مقاومت سره جیوپولیټیکي او بهرنی ملاتړ موجود وای، نو ښیي دا مرکه یې د افغانستان له دننه کړې وای. د هغه په خبره، د بهرني جیوپولیټیکي ملاتړ نشتوالی او د مقاومت د جریان دا دریځ چې نه غواړي د بهرنیو هېوادونو د غوښتنو تابع شي، د دې سبب شوی دی چې طالبان تر اوسه پر واک پاتې شي.
مسعود وویل، چې د ملي همغږۍ غونډې او د طالبانو ضد مقاومت پیغام باید د افغانستان د خلکو له خوا سیمې او نړۍ ته ورسېږي، نه دا چې سیمه او نړۍ افغانانو ته خپله اجنډا وټاکي.
هغه وویل: «موږ دا نه منو چې نور زموږ لپاره پرېکړه وکړي. موږ خپله ګټه او خیر تر هر چا ښه پېژنو.»
احمد مسعود زیاته کړه چې افغانستان به له اوسني وضعیت څخه ووځي، خو د دې بدلون چټکتیا او دې ته د رسېدو وخت چې افغانان یې وړ دي، تر ډېره په خپله د افغانانو په ارادې پورې تړلی دی. هغه وویل، چې د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون لپاره تر ټولو مهمه مسئله د افغانانو خپله اراده او پر ځان باور دی.
مسعود وویل: «زموږ اراده د افغانستان کیسه ان په یوه شپه کې بدلولی شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره کوم بهرني هېواد ته اړتیا نه لرو؛ موږ خپل ځان ته اړتیا لرو او باید پر خپل ځان تکیه وکړو.»
هغه د طالبانو دننه د احتمالي اختلافونو په اړه وویل، چې داسې خبرې کېږي چې په طالبانو کې یوه جګړه پاله او بله نسبتاً سوله پاله ډله شته. د مسعود په وینا، اوس مهال د پرېکړو او نوښت واګې د جګړه پالې ډلې په لاس کې دي، خو که سوله پاله ډله په رښتیا هم موجوده وي، باید د چارو واګې په خپل لاس کې واخلي او په ښکاره توګه د افغانستان د خلکو د غوښتنو په لور ګامونه پورته کړي.
خو احمد مسعود وویل، چې دی خپله د طالبانو دننه د داسې یوې اغېزمنې سوله پالې ډلې د موجودیت په اړه شک لري، ځکه د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې یې په عمل کې داسې کوم بدلون نه دی لیدلی چې د دې دعوې ملاتړ وکړي.
طالبانو تر اوسه د احمد مسعود د دغو تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز