کابل : د امریکا پوځي مجلې «میلیټري» په یوه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي او فعالیتونه یې د هېواد بېلابېلو سیمو ته پراخ شوي دي.
د مجلې په وینا، د ازادۍ جبهې، د افغانستان متحدې جبهې، مېړني پوځ او ملي مقاومت جبهې په څو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي. راپور د بدخشان، هرات، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون سیمو کې وروستیو بریدونو ته اشاره کړې ده.
«میلیټري» لیکلي دي چې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په کندهار کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. د مجلې په باور، کندهار د طالبانو لپاره یوازې یو ایدیولوژیک مرکز نه دی، په دغه ولایت کې د مخالفو ډلو د فعالیتونو پراخېدل، په داسې حال کې چې په شمالي ولایتونو کې هم د دوي عملیات زیات شوي، د طالبانو هغه دعوه ننګوي چې ګواکې پر ټول افغانستان بشپړ واک لري.
د راپور له مخې، یادې ډلې له تشکیلاتي پلوه له یو بل څخه خپلواکې دي، خو د طالبانو د واکمنۍ پای ته رسول یې ګډ هدف دی. سمیع سادات باور لري چې دغه ګډ هدف کولی شي د ډلو ترمنځ د پراخو همکاریو زمینه برابره او پر طالبانو هممهاله فشار زیات کړي.
مجله وايي، چې طالبان لا هم له پاکستان سره پر پوله له امنیتي ستونزو او ترینګلتیاوو سره مخ دي، او د مقاومت ډلو ترمنځ نږدېوالی کولی شي د طالبانو د واکمنۍ د ننګولو لپاره نوی فرصت رامنځته کړي.
سمیع سادات ویلي دي چې د افغانستان متحده جبهه اوس مهال د بهرنیو هېوادونو له مالي ملاتړ څخه برخمنه نه ده، خو هیله لري چې د سیاسي او نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو سره خپل فعالیتونه پراخ کړي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د مقاومت ډلو د عملیاتو دوام او بریالیتوب به د مالي وړتیا، سرچینو ته د لاسرسي، ولسي ملاتړ او د دغو ډلو د ګډو او همغږو فعالیتونو له کچې سره تړاو ولري.
طالبانو تر اوسه د دې راپور او یادو دعوو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.


شال نیوز