کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، افغانستان د کورنۍ جګړې پړاو ته داخل شوی او که روان سیاسي وضعیت بدل نه شي، جګړه پراخېدی شي.
صالح ویلي، دا مهال جګړه محدوده ده، خو د طالبانو پر ضد وسله وال مخالفت روان دی او که سیاسي اختلافونه حل نه شي، وضعیت لا خرابېدی شي. هغه ویلي، د طالبانو مخالفې ډلې په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي، خو جګړه لا تر اوسه پراخه شوې نه ده.
امرالله صالح د طالبانو له مهمو سیاسي مخالفانو څخه دی. د هغه په مشرۍ زرغون بهیر هم په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر ضد د یو شمېر وسله والو بریدونو خبر ورکړی دی. د سپتمبر په پېل کې زرغون بهیر ویلي وو چې په لغمان کې یې درې غړي له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
طالبانو د صالح د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو او د هغوي د مخالفو وسله والو ډلو د نښتو او مرګ ژوبلې د ډېرو دعوو خپلواک تایید ستونزمن دی.


شال نیوز