کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ویلي چې د پنجشېر ولایت په ارزو سیمه کي یې د طالبانو یوه هیليکوپټره رانسکوره کړې او درې تنه پکي سخت ژوبل شوي دي.

 

زرغون بهیر د اکتوبر پر اوومه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د شپې په اوو بجو او ۱۵ دقیقو یې د هند جوړه شوې چیټال هیليکوپټره په نښه کړې ده. د دې ډلې په وینا، دغه هیليکوپټره د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له وخته پاتې وه او اوس د طالبانو هوايي ځواک کاروله.

 

زرغون بهیر ویلي چې په پېښه کي د عبدالعظیم او محمد نعیم په نومونو دوه پیلوټان او د طالبانو د هوايي ځواک لوی درستیز ملا نقیب الله مقیم سخت ژوبل شوي دي.

 

د ډلې د معلوماتو له مخې، درې واړه ژوبل کسان د روسۍ جوړې شوې Mi-17 هیليکوپټرې په وسیله کابل ته لېږدول شوي او هلته د څلور سوه بستریز روغتون ته رسول شوي دي.

 

زرغون بهیر د ژوبل کسانو روغتیايي حالت نازک بللی او ویلي یې دي چې د هیليکوپټرې پاتې شوني د پنجشېر په ارزو سیمه کي پراته دي. دې ډلې زیاته کړې چې هڅه کوي د پېښې عکسونه او ویډیوګانې ترلاسه کړي.

 

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. شال نیوز هم تر دې مهاله له خپلواکو سرچینو د هیليکوپټرې رانسکورېدل، د برید څرنګوالی او د یادو کسانو ژوبلېدل نه دي تایید کړي.

 

زرغون بهیر تر دې وړاندې هم په پنجشېر او نورو سیمو کي د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو خبرونه ورکړي دي. د سپټمبر په میاشت کي دې ډلې په پنجشېر کي د طالبانو د دوو پوځي موټرو د ویجاړولو ذمه واري منلې وه.