اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د نیویارک ټایمز په حواله خپرو شویو راپورونو کي ویل شوي چې پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ د یمن د حوثیانو پر ضد په پوځي عملیاتو کي ګډون کړی او پاکستانۍ جنګي الوتکې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کوي.

 

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې پاکستانۍ جنګي الوتکې د سعودي عرب د پوځي عملیاتو په ملاتړ د حوثیانو پر مرکزونو بمباري کوي.

 

خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې پاکستانۍ الوتکو د یمن په کومو سیمو کي بریدونه کړي، څومره الوتکو پکي برخه اخیستې او په دغو بریدونو کي څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د پاکستان له خوا د سعودي عرب د پوځي عملیاتو ملاتړ په داسې وخت کي زیات شوی چې په یمن کي د حوثیانو او د سعودي عرب په ملاتړ د یمني حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شوې ده.

 

رویټرز د اکتوبر په اتمه راپور ورکړی چې پاکستان یمني حکومتي ځواکونو ته پوځي سامان رسولی او د سعودي عرب د دفاع لپاره یې پوځیان ځای پر ځای کړي دي. خو رویټرز د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا د بمبارۍ پخلی نه دی کړی.

 

سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو

 

د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد د حوثیانو پر ضد د پراخو هوايي بریدونو خبر ورکړی دی. د اتحاد ویاند تورن جنرل ترکي المالکي ویلي چې د اکتوبر په پنځمه په هوايي عملیاتو کي ۱۰۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې او ۳۲۴ هدفونه یې په نښه کړي دي.

 

بلخوا حوثیانو د سعودي عرب پر هوايي ډګرونو د توغندیو بریدونه کړي او خبرداری یې ورکړی چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي.

 

پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د ګډ دفاعي تړون له مخې پوځي همکاري زیاته کړې ده. خو د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه په یمن کي د خپلو جنګي الوتکو د بریدونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.