لاهور (شال نیوز) : د پاکستان مشهور سندرغاړي راحت فتح علي خان له ځوان سندرغاړي عمار بېګ سره په ګډه د «آجا» په نوم نوې سندره خپره کړې ده. دا سندره د اکتوبر پر شپږمه خپره شوې چې پکي د کلاسیکې او نوې پاپ موسیقۍ دواړه اندازونه کارول شوي دي.
د سندرې شعرونه وارث بېګ او عمار بېګ لیکلي او موسیقي یې هم دواړو جوړه کړې ده. په سندره کي د مینې، بېلتون او د محبوب د بېرته راتګ د انتظار خبرې شوې دي.
راحت فتح علي خان د پاکستان او جنوبي اسیا له مشهورو سندرغاړو څخه دی. هغه د قوالۍ ترڅنګ د پاکستان او هند د فلمونو لپاره هم ډېرې سندرې ویلې دي.
راحت فتح علي خان د مشهور قوال نصرت فتح علي خان وراره دی او له څو لسیزو راهیسې سندرې وايي. عمار بېګ د پاکستان له ځوانو سندرغاړو څخه دی چې له دې وړاندې یې هم یو شمېر سندرې خپرې کړې دي.
په دې نوې سندره کي د راحت فتح علي خان د کلاسیکې موسیقۍ ترڅنګ د عمار بېګ د پاپ موسیقۍ انداز هم اورېدل کېږي.


شال نیوز