ریاض (شال نیوز) : سعودي عرب، پاکستان او ترکیې هوکړه کړې چې د مکې دفاعي اتحاد د ګډې دفاع ژمنې سمدستي عملي کړي او په سعودي عرب کې د هوکړه شویو پوځي ځواکونو او دفاعي وسایلو د ژر ځای پر ځای کولو لپاره ګامونه واخلي.

 

دا پرېکړه د اکتوبر پر پنځمه د مکې دفاعي اتحاد د ستراتیژیکې، سیاسي او دفاعي کمېټې له بېړنۍ غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې شوې ده.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې درې واړه هېوادونه به د ګډ دفاعي تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کوي او هغه ځواکونه او پوځي وړتیاوې به برابرې او ځای پر ځای کوي چې پرې هوکړه شوې ده.

 

اعلامیه وايي، دا ګامونه به د درې واړو هېوادونو د خپلو قوانینو او منل شویو پوځي ترتیباتو له مخې پورته کېږي. تر اوسه نه دي ویل شوي چې پاکستان او ترکیه به سعودي عرب ته څومره عسکر واستوي، ځواکونه به کله ورسېږي او کومې پوځي برخې او وسایل به پکې شامل وي.

 

د درې واړو هېوادونو چارواکو ویلي چې د یوه غړي پر امنیت ګواښ د ټولو د ګډ امنیت مسئله ګڼل کېږي او د اتحاد غړي به د اړتیا پر مهال له یو بل سره دفاعي همکاري کوي.

 

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په سیمه کې امنیتي کړکېچ زیات شوی او سعودي عرب په وروستیو کې له یمن څخه د بریدونو له ګواښ سره مخ دی. په ګډه اعلامیه کې پر مکې او مدینې د برید هڅې او د سعودي عرب پر ښارونو، ملکي سیمو او اقتصادي تاسیساتو بریدونه غندل شوي دي.

 

غونډې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همغږۍ، د معلوماتو د شریکولو او د ګډ دفاعي چمتووالي پر زیاتولو هم ټینګار کړی دی.د غونډې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ متقاعد لیفټننټ جنرل نعمان محمود د درې کلونو لپاره د مکې دفاعي اتحاد لومړی عمومي منشي هم ټاکل شوی دی.

 

سعودي ـ پاکستان ـ ترکیه: د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو بحث تود شوی؛ د سمدستي پوځي اقدام رسمي غوښتنه ؟
سعودي ـ پاکستان ـ ترکیه: د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو بحث تود شوی؛ د سمدستي پوځي اقدام رسمي غوښتنه ؟
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو

 

د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ له پخوا پراخې دفاعي اړیکې شته او پاکستاني پوځي کسان په بېلابېلو وختونو کې په سعودي عرب کې د روزنې او دفاعي همکاریو لپاره پاتې شوي دي. ترکیه هم له سعودي عرب سره په وروستیو کلونو کې خپلې دفاعي اړیکې پراخې کړې دي.

 

خو د اکتوبر د پنځمې پرېکړه له دې امله مهمه ده چې درې واړو هېوادونو په ګډه د دفاعي ژمنو د عملي کولو او په سعودي عرب کې د هوکړه شویو ځواکونو او پوځي وړتیاوو د ژر ځای پر ځای کولو خبره کړې ده.

 

لا څرګنده نه ده چې دا ځواکونه به یوازې د سعودي عرب د دفاع لپاره کارول کېږي، که د سیمې د روانو پوځي شخړو په تړاو به هم کومه دنده ولري. پاکستان، ترکیې او سعودي عرب تر اوسه د ځواکونو د شمېر، د هغوی د دندو او د ځای پر ځای کېدو د سیمو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.