کابل (شال نیوز) : سویس په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۲۹ اعشاریه ۶ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او په کابل کې یې د مرستو دفتر بېرته پرانیستی دی.

 

د سویس چارواکي وايي، دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او سیمه‌ییزو مرستندویو ادارو له لارې اړمنو افغانانو ته رسول کېږي.

 

د نومبر په ۲۰مه د سویس‌اېن‌فو د خپاره شوي راپور له مخې، په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي ویلي چې د دغه هېواد د پراختیا او همکارۍ ادارې له ۲۰۲۵ کال راهیسې په کابل کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

 

د نوموړي په وینا، اوس په دغه دفتر کې پنځه سویسي او لس افغان کارکوونکي د بشري مرستو د پروګرامونو د همغږۍ او څارنې چارې پر مخ وړي. مارکلي ویلي چې د دوی مرستې تر ډېره هغو کورنیو ته ځانګړې شوې دي چې له بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

 

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې د زیاتېدو خبرداری
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې د زیاتېدو خبرداری

 

د دغو مرستو یوه برخه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره هم ځانګړې شوې ده. په دې لړ کې په کندهار کې د ښځو لپاره د یوه پناه‌ځای مالي ملاتړ او د افغان ښځینه خبریالانو لپاره د انلاین روزنې پروګرامونه هم شامل دي.

 

د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او مرستیالې یې پامېلا ستاتاکیس ویلي چې له طالب چارواکو سره یې اړیکې یوازې د بشري مرستو او تخنیکي چارو تر همغږۍ محدودې دي.

 

دوی ویلي چې د چاپېریال ساتنې، له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او د ماینونو د پاکولو په برخو کې له اړوندو چارواکو سره اړیکې لري، خو دا اړیکې د سیاسي همکاریو په معنا نه دي.

 

د سویس چارواکو ټینګار کړی چې د بشري مرستو پیسې د طالبانو حکومت ته نه سپارل کېږي، بلکې د نړیوالو او سیمه‌ییزو مرستندویو ادارو له لارې لګول کېږي.

 

د هغوی په وینا، په کابل کې د دفتر موجودیت دا زمینه برابروي چې د خلکو اړتیاوې له نږدې وڅېړي، د مرستو د وېش څارنه وکړي او له سیمه‌ییزو مرستندویو ادارو سره مستقیمې اړیکې وساتي.

 

سویس په داسې وخت کې په افغانستان کې خپلې بشري مرستې پراخوي چې دغه هېواد د نړیوالو مرستو له کمښت، بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او د خوړو له کموالي سره مخ دی.

 

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یو اعشاریه ۷۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د سپټمبر تر پایه د دغو پیسو یوازې شاوخوا درېیمه برخه برابره شوې وه.

 

اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
د طالبانو یو چارواکی: هېڅوک له لوږې نه مري، افغانان یوازې سرپناه ته اړتیا لري
د طالبانو یو چارواکی: هېڅوک له لوږې نه مري، افغانان یوازې سرپناه ته اړتیا لري

 

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د افغانستان د شاوخوا ۴۵ میلیونه وګړو له درېیمې برخې زیات خلک د کافي خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

د سویس چارواکي وايي، د دوی د مرستو مقصد له اړمنو افغانانو سره مرسته کول، بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه کول او د عاید ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو برابرول دي.

 

تر اوسه دا نه دي څرګند شوي چې د سویس له دغو مرستو به څومره کورنۍ ګټه واخلي او د وېش بهیر به یې تر کومې نېټې دوام ولري.