کابل (شال نیوز) : ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې او خوراکي توکو د کمښت خطر زیاتېږي او په راتلونکو میاشتو کې به له ۱۹ میلیونو زیات کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شي.

 

د نومبر په اوومه د جرمني د وېلټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو لوړې بیې، بې‌کاري، د نړیوالو مرستو کمېدل او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتوي.

 

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام د ارزونې له مخې، د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې شاوخوا یو کروړ او ۹۲ لکه کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کېدای شي. دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۳۸ فیصده جوړوي.

 

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره د مخ کېدو له خطر سره مخ دي.

 

په افغانستان کې ګڼې کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په مزدورۍ، وړو کاروبارونو او بشري مرستو تکیه کوي، خو د کار نشتوالي، د خلکو د آمدن کمېدو او د خوراکي توکو لوړو بیو د هغوی ژوند ستونزمن کړی دی.

 

د ژمي په موسم کې د افغانستان په غرنیو او لرو پرتو سیمو کې د واورو له امله لارې بندېږي او بازارونو ته د خوراکي توکو رسول هم له ستونزو سره مخ کېږي. په دغو سیمو کې هغه کورنۍ له زیاتو مشکلاتو سره مخ کېدای شي چې د ژمي لپاره د خوراکي توکو او سون موادو د برابرولو وس نه لري.

 

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدو هم په افغانستان کې د کورونو، کار، خوراکي توکو او روغتیايي اسانتیاوو اړتیا زیاته کړې ده. ډېری راستنېدونکې کورنۍ د استوګنې لپاره مناسب ځای، د آمدن مستقلې لارې او د ژوند نور بنیادي ضرورتونه نه لري.

 

اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
د طالبانو یو چارواکی: هېڅوک له لوږې نه مري، افغانان یوازې سرپناه ته اړتیا لري
د طالبانو یو چارواکی: هېڅوک له لوږې نه مري، افغانان یوازې سرپناه ته اړتیا لري

 

بلخوا د نړیوالو مرستو کمېدو د بشري ادارو فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي. مرستندویه ادارې وايي، د بودیجې د کموالي له امله ټولو اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو او نورو مرستو رسول ګران شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا څلور میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري. دغې ادارې د خوراکي توکو او غذایي مرستو د دوام لپاره د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې د ۵۴۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ اړتیا هم څرګنده کړې ده.

 

ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې که اړمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ونه رسېږي، نو د ژمي په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د لوږې او خوراکي توکو د کمښت ستونزې نورې هم زیاتې شي.