کابل (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د د دې هېواد په سويلي ولایتونو کې د خوړو د شدیدې ناامنۍ او خوارځواکۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې وضعیت د لا خرابېدو خبرداری یې ورکړی دی.

 

اوچا نن چهارشنبه د نومبر ۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، د افغانستان په سویلي ولایتونو کې ګڼې کورنۍ له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

 

 

 

د دغه دفتر په خبره، د سیمې یو شمېر کورنۍ دې ته اړې شوي چې د خوړو د برابرولو او د ژوند د نورو اړینو اړتیاوو، لکه روغتیايي خدمتونو، درملنې او نورو لومړنیو لګښتونو ترمنځ یوه انتخاب وکړي. اوچا ټینګار کړی چې دغه کورنۍ بشري مرستو ته جدي اړتیا لري او د دوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره د مرستندویه ادارو ملاتړ اړین دی.

 

په سویلي ولایتونو کې د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ د زیاتېدو اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې افغانستان له اوږدمهالو اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، وچکالۍ او د بشري مرستو د کمښت له ستونزو سره مخ دی.

 

اوچا: په افغانستان کې ۹۳ لکه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې، خو د مرستو لپاره ۷۰ سلنه بودیجه لا نه ده برابره شوې
اوچا: په افغانستان کې ۹۳ لکه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې، خو د مرستو لپاره ۷۰ سلنه بودیجه لا نه ده برابره شوې
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

 

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو خبرداری ورکړی و چې د روان ژمي پر مهال به شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

 

د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، د ژمي په رارسېدو سره د خوراکي توکو د برابرولو ستونزې، د خلکو د پېرلو د وړتیا کمښت او د بشري مرستو اړتیاوې د هغو کورنیو وضعیت لا سختولای شي، چې له وړاندې له بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

د مرستندویه ادارو اندېښنه دا ده چې که اړمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ونه رسېږي، د خوړو د کمښت، خوارځواکۍ او په ځانګړي ډول د ماشومانو د روغتیايي ستونزو کچه نوره هم لوړېدای شي.