کابل (شال نیوز) : د کابل انسټیټیوټ اعلان کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی. دغه بنسټ ویلي، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په یوه انلاین خبري غونډه کې په دې اړه د خپلې څېړنې موندنې وړاندې کړي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، له ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې څخه د ۱۴۰۵ کال تر وږي میاشتې پورې افغانستان ته د ځانګړو شویو اتو میلیاردو ډالرو بشري مرستو له ټولیزې اندازې څخه یوازې د ۷۲۱.۹ میلیون ډالرو، چې شاوخوا نهه سلنه کېږي، د لېږد بهیر د تعقیب وړ دی.
کابل انسټیټیوټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده.
دغه بنسټ همداراز موندلې چې په روان لمریز کال کې افغانستان ته د ژمنه شویو ۳.۷۸ میلیاردو ډالرو مرستو له ټولیزې اندازې څخه تر اوسه هېڅ اندازه یې د دغه هېواد خلکو ته نه ده رسېدلې.
ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په یاده غونډه کې د څېړنې د موندنو د وړاندې کولو ترڅنګ، د «افغانستان ته د مرستو د تعقیب» په نوم پلېټفارم هم پرانیستل شي.


شال نیوز