کمپالا (شال نیوز) : د یوګانډا د پوځ مشر جنرال موهوزي کاینروګابا اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو د موسی موجوریزي په نوم یو کس نیولی چې د ۳۸ کسانو په وژلو او د هغوی د غوښو په خوړلو تورن دی.
جنرال کاینروګابا د اکتوبر پر ۲۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه کس د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د یوګانډا په ماساکا، ایبانډا او کازو سیمو کې دا وژنې کړې دي.
نوموړي موجوریزي د یوګانډا په تاریخ کې د پرلهپسې وژنو او د انسانانو د غوښو خوړلو تر ټولو بد تورن کس بللی او ویلي یې دي چې محاکمه به یې په ښکاره ترسره شي او اعدام به شي.
د یوګانډا ډیلي مانیټر ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کس له دې وړاندې هم څو ځله د وژنو په تور نیول شوی و، خو له بند څخه په تېښته بریالی شوی و.
خو تر اوسه چارواکو د ټولو ۳۸ ادعا شوو قربانیانو نومونه او داسې شواهد نه دي خپاره کړي چې د هغوی د غوښو خوړلو تور ثابت کړي. د نوموړي پر ضد دغه تورونه لا په عدالت کې نه دي ثابت شوي.
د یوګانډا پولیسو له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په لوېدیځو سیمو کې د یو شمېر وژنو پلټنې کړې دي.


شال نیوز