چمن (شال نیوز) : د بلوچستان په چمن او قلعه عبدالله ضلعو کې د طبیعي ګازو د نللیکې د نشتوالي او د پاکستان-ایران پولې د تړل کېدو له امله د اېل پي جي ګازو بیه لوړه شوې او ځايي اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د سیمې د اوسېدونکو او سوداګرو په وینا، پخوا د کورنیو د سون توکو اړتیا تر ډېره د اېل پي جي او ایراني ګازو له لارې پوره کېده، خو د پولې تر تړل کېدو وروسته د ایراني ګازو رسد سخت اغېزمن شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په سیمه کې د اېل پي جي د یوه کیلو بیه چې مخکې شاوخوا ۴۵۰ روپۍ وه، اوس ۵۵۰ او ان ۶۰۰ روپیو ته لوړه شوې ده.
په چمن کې د اېل پي جي یو سوداګر جعفر خان وايي، د دوی کاروبار تر ډېره د ایراني ګازو په راتګ پورې تړلی و، خو د پولې د اوږدې مودې تړل کېدو یې سوداګري د تباهۍ تر بریده رسولې ده. د هغه په وینا، اوس د دوکانونو کرایې او د برېښنا بلونه ورکول هم ورته ستونزمن شوي دي.
د ګازو د بیو لوړوالي او کمښت له امله، د سیمې ځینې بېوزله کورنۍ د سون لپاره د لرګیو کارولو ته اړ شوې دي، چې د چاپېریال او ځنګلونو پر وضعیت یې هم د منفي اغېزو اندېښنې راپورته کړې دي.
ځايي اوسېدونکی محمد نواز او د سیمې یو شمېر نور خلک وايي، دا د اندېښنې وړ ده چې د بلوچستان له طبیعي زېرمو د هېواد نورې سیمې ګټه اخلي، خو د همدې صوبې په ګڼو سیمو کې خلک له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي.
بلوچستان د طبیعي ګازو د پراخو زېرمو لرونکی صوبه ده او د ډیرو کلونو راهیسې د هېواد د ګازو په تولید کې مهم رول لري، خو د دې صوبې په ګڼو ضلعو کې لا هم د ګازو د نللیکو اسانتیا نشته.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشرۍ د بلوچستان د ګډ حکومت پر مهال په ۲۰۱۳ کال کې د چمن او قلعې عبدالله لپاره د طبیعي ګازو د نللیکې یو لویه پروژه منظور شوې وه.
خو ویل کېږي چې د اداري ځنډ او سیمه ییزو قبایلي شخړو له امله دغه پروژه له کلونو راهیسې ځنډېدلې او د سیمې اوسېدونکي لا هم د طبیعي ګازو له اسانتیا بې برخې دي.
د سیمې خلک او سوداګریزې کړۍ له فدرالي او صوبايي حکومتونو غواړي چې د اېل پي جي د منظمې او ارزانه رسونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د پاکستان-ایران پولې د سوداګرۍ ستونزې ته دوامداره حل ومومي.
هغوی همداراز غوښتنه کوي چې د چمن او قلعه عبدالله لپاره د ګازو د نللیکې د پروژې پر وړاندې شخړې هوارې او د کار بهیر یې بېرته پیل شي، څو ځايي خلک هم له دې بنسټیزې اسانتیا برخمن شي.


نعيم اچکزئي