پاړاچنار (شال نیوز) : د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د اکتوبر پر ۳۰مه د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په سرحدي سیمو کې د افغان طالبانو د ډزو په ځواب کې پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې د طالبانو پر پوځي پوستو بریدونه کړي دي.
د دغو سرچینو په وینا، افغان طالبانو د پاکستان او افغانستان پر پوله له کومې پارونې پرته پر پاکستاني پوستو ډزې کړې چې پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کې هغه پوځي پوستې په درنو وسلو ویشتلې دي چې د دوی په وینا، ډزې ترې شوې وې.
پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې چې په دغو ځوابي بریدونو کې یې د افغان طالبانو یو شمېر پوځي پوستې په نښه کړې او له کاره غورځولې دي. سرچینې وايي، دا پېښه وروسته له هغې شوې چې له افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته د وسله والو د اوښتو پرلهپسې هڅې ناکامې شوې.
تر اوسه افغان طالبانو د پاکستاني سرچینو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د ډزو د دقیق ځای، احتمالي مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. شال نیوز د پاکستاني امنیتي سرچینو د دغو ادعاوو خپلواک تایید نه دی ترلاسه کړی.


علي افضل افضال