خوست (شال نیوز) : د خوست ولایت د ټولګټو چارو ریاست له‌خوا د ګربزو ولسوالۍ پر غځېدلي سړک ټول هغه غیرقانوني جمپونه له منځه یوړل شول، چې د ترافیکي نظم د ګډوډۍ او د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډ لامل کېدل.

 

د یاد ریاست مسؤلین وایي، دغه اقدام د ترافیکي نظم د تأمین، د سړکونو د خوندیتوب او د موټرچلوونکو د اسانتیاوو په موخه ترسره شوی دی.